نړۍ
ابراهیم رییسي نن د ایران د ولسمشر په توګه لوړه ترسره کوي
نن (پنجشنبه د زمري ۱۴) ابراهیم رییسي په داسې حال کې د ایران د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کوي، چې په هیواد کې دننه او بهر د ایران مذهبي واکمنن له مخ پر ډېرېدونکي بحران سره مخ شوي دي.
د ایران یوه ټلویزیوني چینل څرګنده کړی، چې ۶۰ کلن ابراهیم رییسي به د پنجشنبې پر ورځ د ایران د مذهبي مشر ایت الله سید علي خامنه ای له تائید وروسته د ایران د ولسمشر په توګه لوړه ترسره کړي.
ابراهیم رییسي هغه مهال، چې د قاضي په توګه یې دنده ترسره کوله؛ د امریکا له بشري حقونو څخه د سرغړونوپر تور تر بندیزونو لاندې نیولی دی.
هغه ژمنه کړې، چې د امریکا د سختو بندیزونو د لرې کولو لپاره، چې د ایران د تېلو صادرات یې کم کړي او دا هېواد له نړیوال بانکي سیسټم څخه لرې شوی؛ ډاډمن ګامونه پورته کړي.
رییسي په داسې حال کې د ایران د ولسمشر په توګه لوړه کوي، چې هېواد یې له شپږ لویو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ زېږدیز کال اټومي تړون ته بیا لیواله شوی دی. دغه هوکړه درې کاله مخکې د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړې وه.
د ابراهیم رییسي مخالفین وېره لري، چې د هغه ولسمشرۍ به ایران نور هم تر فشار لاندې راولي.
نړۍ
روسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نهدرلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړهییز وس پرې اغېزمن شي.
د ډنمارک د استخباراتو او ملي امنیت یوه چارواکي ویلي؛ روسیې پر هغو ډنمارکي شرکتونو ورانوونکي عملیات پیل کړي، چې اوکراین ته پوځي تجهیزات تولید او برابروي.
د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نهدرلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړهییز وس پرې اغېزمن شي.
د ډنمارک د امنیت او استخباراتو دې چارواکي په کوپنهاګن کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې د روسیې ورانوونکي فعالیتونه زیات شوي دي.
په کوپنهاګن کې د روسیې سفارت دغه تورونه رد کړي او د ډنمارکي چارواکو ادعاوې یې «بېبنسټه» بللې دي.
ډنمارکي چارواکي خبرداری ورکړی؛ روسیه د ورانوونکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له عادي وګړو او نیابتي کسانو څخه کار اخلي، چې د ټیلیګرام او خواله رسنیو له لارې جذبېږي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ډنمارکي امنیتي چارواکو له دې مخکې د لویدیځ پر هېوادونو د روسیې د ګډو بریدونو د احتمال له زیاتېدا خبرداری ورکړی و.
نړۍ
سعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان هوکړه کړې، چې د ګډې دفاع ژمنې سمدستي پلې او سعودي عربستان ته هوکړه شوي ځواکونه او پوځي تجهیزات چټک واستوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کړنه به د تصویب شویو میکانیزمونو او د درې هېوادونو د ملي قوانینو له مخې پلي کیږي.
د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان ویلي: په دې غونډه کې د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې پر سعودي عربستان او اسلامي سپېڅلو ځایونو بریدونه بللي؛ د درې هېوادونو پر« یووالي او پیوستون» ټینګار شوی دی.
دغه پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې په مدینه منوره کې پر یوه برښنا وېش مرکز د برید راپورونه خپاره شول.
د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف، چې په یمن کې له ایران سره د همغږو حوثیانو پر وړاندې جګړه کوي ویلي؛ په دې برید کې هغه تاسیسات پر نښه شوي، چې مسجد نبوي ته برښنا برابروي.
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د روان کال په اګست کې د« مکې ګډ دفاع تړون» لاسلیک کړی و. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید د درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کیږي.
دغه تړون په لومړي سر کې د هر هېواد د پوځي او دفاعي ژمنو په اړه لږ جزئیات لرل.
نوې خبرپاڼه ښيي، چې دغه تړون له عمومي چوکاټ څخه د پلي کېدا پړاو ته داخل شوی؛ ځکه دې درې هېوادونو اوس د ځواکونو او پوځي وړتیاوو د استولو د میکانیزمونو پر پلي کولو هوکړه کړې ده.
.
نړۍ
د دوبۍ – تلابیب په الوتنه کې د الوتکې غورځولو هڅه؛ مسافرو یې مخه ونیوله
د رویټرز راپور ښیي؛ د پیلوټ او مرستیال پیلوټ ناندرې او شخړه هغه مهال پیل شوه، چې مرستیال پیلوټ د الوتکې پیلوټ پر چاړه ټپي کړ او الوتکې له ۳۰ ثانیو څخه په لږ وخت کې شاوخوا ۱۴ زره فوټه ارتفاع له لاسه ورکړه.
اسرائیلي چارواکو ويلي، د فلایدوبۍ یوې الوتنې مسافرو او عملې د چارشنبې پر ورځ د مرستیال پیلوټ لهخوا د الوتکې د غورځولو هڅه شنډه کړه او الوتکه له بېړني حالت وروسته د سعودي عربستان په تبوک ښار کې خوندي کښېناسته.
د رویټرز راپور ښیي؛ د پیلوټ او مرستیال پیلوټ ناندرې او شخړه هغه مهال پیل شوه، چې مرستیال پیلوټ د الوتکې پیلوټ پر چاړه ټپي کړ او الوتکې له ۳۰ ثانیو څخه په لږ وخت کې شاوخوا ۱۴ زره فوټه ارتفاع له لاسه ورکړه.
اسرائیلي چارواکو زیاته کړې؛ یو شمېر مسافر او د الوتکې د عملې غړي د پیلوټانو خونې ته ننوتل او مرستیال پیلوټ یې مهار کړ. په همدې حال کې د فلایدوبۍ دوه نور پیلوټان، چې په الوتکه کې موجود ول، د الوتنې کنټرول تر لاسه کړ او الوتکه یې په تبوک کې خوندي راکښته کړه.
شاوخوا ۱۰ ساعته وروسته مسافر د فلایدوبۍ په بله الوتکه کې د تلابیب بنګوریون هوايي ډګر ته ورسېدل.
اسرائیلي چارواکي وايي؛ د مرستیال پیلوټ انګېزه، چې له دوبۍ څخه تلابیب ته په FZ1073 الوتنه کې موجود و؛ نه ده معلومه او په دې اړه څېړنې روانې دي.
فلایدوبۍ شرکت هم ویلي، چې د دې پېښې اصلي لامل لا نهدی روښانه شوی او تر هغې، چې څېړنې بشپړې شوې نهوي، په دې اړه باید اټکل ونهشي.
یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې مرستیال پیلوټ د عمان تبعه دی.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې په دې الوتنه کې ۱۷۴ کسان سپاره ول، چې ډېری یې اسرائیلي وګړي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دغه پېښه« یوه جدي امنیتي پېښه» بللې او وایي، چې سعودي عربستاني چارواکي به له مرستیال پیلوټ څخه پوښتنې وکړي.
د اسرائیلو د امبولانس خدمتونو هم ویلي، چې یو ۵۱ کلن سړی د بدن د پورتنۍ برخې د سپکو ټپونو له کبله روغتون ته لېږدول شوی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري3 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
-
نړۍ5 days agoسعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
