نړۍ
ابراهیم رییسي نن د ایران د ولسمشر په توګه لوړه ترسره کوي
نن (پنجشنبه د زمري ۱۴) ابراهیم رییسي په داسې حال کې د ایران د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کوي، چې په هیواد کې دننه او بهر د ایران مذهبي واکمنن له مخ پر ډېرېدونکي بحران سره مخ شوي دي.
د ایران یوه ټلویزیوني چینل څرګنده کړی، چې ۶۰ کلن ابراهیم رییسي به د پنجشنبې پر ورځ د ایران د مذهبي مشر ایت الله سید علي خامنه ای له تائید وروسته د ایران د ولسمشر په توګه لوړه ترسره کړي.
ابراهیم رییسي هغه مهال، چې د قاضي په توګه یې دنده ترسره کوله؛ د امریکا له بشري حقونو څخه د سرغړونوپر تور تر بندیزونو لاندې نیولی دی.
هغه ژمنه کړې، چې د امریکا د سختو بندیزونو د لرې کولو لپاره، چې د ایران د تېلو صادرات یې کم کړي او دا هېواد له نړیوال بانکي سیسټم څخه لرې شوی؛ ډاډمن ګامونه پورته کړي.
رییسي په داسې حال کې د ایران د ولسمشر په توګه لوړه کوي، چې هېواد یې له شپږ لویو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ زېږدیز کال اټومي تړون ته بیا لیواله شوی دی. دغه هوکړه درې کاله مخکې د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړې وه.
د ابراهیم رییسي مخالفین وېره لري، چې د هغه ولسمشرۍ به ایران نور هم تر فشار لاندې راولي.