تازه خبرونه
اتمر په تاجکستان کې د افغانانو ستونزو ته پر پاملرنه ټینګار څرګند کړ
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی حنیف اتمر د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان له یو شمېر افغان کډوالو، زدکړیالانو او سوداګرو سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې، چې د جمعې مبارکې پر ماښام د وږي د میاشتې پر ۲۸ تر سره شوې، د ناستې ګډونوالو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او خپلې ستونزې یې نوموړي ته وړاندې کړې؛ د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د سامانیانو د لیسې رسمي کیدل، د کرونا په بهیر کې د زدکړیالانو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د آسانه لیږد لپاره په پوله کې د خنډونو او ستونزو لرې کیدل، د دغې ناستې د بحث وړ ټکي وه.
د افغان کډوالو د استازیو خبرو، غوښتنو او وړاندیزونو له اوریدلو څخه وروسته د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په دوشنبه ښار کې د افغانستان سفیر ته سپارښتنه وکړه، چې له مرکز سره په اړیکه کې د دوی ستونزې حل کړي او ژمنه یې وکړه، چې یادو مسایلو ته به پخپله په کابل کې هم پام راواړوي.
حنیف اتمر تاجکستان ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او په تاجکستان کې یې د میشت افغان کډوالو ونډه د دواړو دوست، هم تاریخه او هم فرهنګه هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهمه وبلله.
نوموړي زدکړې او تحصیل د وطن د سوکالۍ او آبادۍ لامل وباله او له افغان محصلینو یې وغوښتل، چې د زدکړو له بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.
تازه خبرونه
قطر او بریټانیا د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې
الخلیفي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریټانیا له وزیر سټیفن ډاوټي سره په کتنه کې کړې دي.
د قطر بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي؛ هېواد یې د هغو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي، چې د سمندري تګراتګ آزادي تضمین او په سیمه کې تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.
الخلیفي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریټانیا له وزیر سټیفن ډاوټي سره په کتنه کې کړې دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو په دې کتنه کې د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې وروستي تحولات وڅېړل او د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یې پر ګډو ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار وکړ.
دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د شخړو د سولهییز حل او د منځګړیتوب په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼې کې د افغانستان په تړاو د شویو خبرو جزئیات ورکړ شوي نهدي.
تازه خبرونه
افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو د ګمرکي نظامونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو پر ۲۴ ساعته کولو، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د آسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، د اسلامکلا بندر ګمرکي فعالیتونه به د راتلونکې شنبې له ورځې ۲۴ ساعته شي.
دواړو لوریو په بندرونو کې د موټرو د ځنډېدا او د د ګمرکي محصولاتو د ورکړې ستونزې(خاکپولي) پر اواري، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او ایران ته د افغان صادراتو لپاره د آسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سرحدي او ګمرکي مسایلو او د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پر فعالیتونو هم خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان اقتصادي وده روانه ده؛ خو د کورنیو عواید او د اوبو کمښت د اندېښنې وړ دي– نړیوال بانک
د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرلهپسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.
نړیوال بانک ويلي؛ د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ز.کال کې د کرنیزو حاصلاتو د ښهوالي له کبله درې سلنه وده وکړي؛ خو د سرانه عوایدو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د اوبو د کمښت زیاتېدا پر کورنیو فشارونه ډېر کړي دي.
د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرلهپسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.
راپور زیاته کړې، چې د کاري فرصتونو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي د کورنیو د پېر ځواک کم کړی او شاوخوا ۱۵.۹ میلیون افغانان د ۲۰۲۶ز.کال په سپټمبر او اوکټوبر کې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ ول.
نړیوال بانک همداراز ویلي، چې افغانستان له ۲۰۰۳زږکال راپدېخوا هر کال په منځني ډول شاوخوا ۴.۹ میلیارډ مټرمکعبه د خوږو اوبو زېرمې له لاسه ورکوي او په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو زېرمو د طبیعي بیارغېدا له کچې نږدې څلور برابره زیات دي.
د دې بنسټ د اټکل له مخې؛ د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ز.کال کې ۳.۳ او په ۲۰۲۸ز.کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي؛ خو له دې سره- سره به په ۲۰۲۸ز.کال کې سرانه تولید د ۲۰۲۴ز.کال پر پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.
د دولتي عوایدو په برخه کې، نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان کورني عواید د ۲۰۲۶ز. کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۰.۲ سلنه زیات شوي دي. د کورنیو مالیاتو او غیرمالیاتي عوایدو زیاتوالي د ګمرکي عوایدو کموالی جبران کړی؛ خو له دې سره- سره عامه پانګونه اوس هم ټیټه ده او اټکل کېږي، چې په روان مالي کال کې د دولت پراختیايي لګښتونه د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱.۳ سلنې ته ورسېږي.
دغه راز له پاکستان سره د لارې د تړل کېدا له کبله اوس د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ آسیا او ایران له لارې هېواد ته راوړل کېږي. همداراز د ۲۰۲۶ز. کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې وخت پر پرتله ۱۵.۱ سلنه کم شوي دي.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د اوبو کمښت د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو معیشت هم له خطر سره مخ کړی دی. کرنه د هېواد ۴۶ سلنه کاري ځواک په ځان کې ځایوي او په افغانستان کې د اوبو د ټولو ایستلو ۹۵ سلنه برخه دې برخې ته ځانګړې شوې ده.
نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د سوداګریزو لارو د لا زیات ګډوډېدا، د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې او د نړیوالو مرستو د کمېدا له کبله رامنځته کېدونکي وضعیت کولی شي د افغانستان اقتصادي لیدلوری کمزوری کړي.
په دې راپور کې د سوداګریزو خوندي لارو جوړول، هغو ولایتونو کې د کاري فرصتونو پراخول، چې ډېر راستنېدونکي کډوال مني او ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار د بیا لاسرسي زمینه برابرول، په افغانستان کې د ژوند د کچې د ښه کېدا له لومړیتوبونو بلل شوي دي.
نړیوال بانک د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې هم د اوبو رسولو او حفظالصحې د بنسټیزو خدمتونو پر بیا رغولو، د اوبو لګولو د سیسټمونو پر رغونې او د اوبو د زیرمو او ځمکې لاندې اوبو د زېرمو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
د« افغانستان پراختیايي وضعیت تازهکتنه» راپور د افغانستان د اقتصاد او ټولنې په اړه د نړیوال بانک د دوامداره څېړنیزو، څارنیزو او شننیزو فعالیتونو یوه برخه ده، چې موخه یې د شواهدو پر بنسټ د پالیسۍ جوړونې ملاتړ او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د اقتصادي بدلونونو په اړه معلومات ورکول دي.
-
لوبی3 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی2 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی4 days agoزیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
-
لوبی3 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
-
لوبی2 days agoپه آی ال ټي ۲۰ سیالیو کې ۲۵ افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړل
