تازه خبرونه
اجرائيه ريیس عبدالله له نوې امنیتي کړنلارې خبر ورکوي
اجرائيه رياست په هېواد کې د نسبي امنیت لپاره د نوې کړنلارې له جوړیدو خبر ورکوي.
د عبدالله په وینا؛په دې کړنلاره کې به د ولسي وګړیو د تلفاتو په مخنیوي، د پوهنیزو مرکزونو د امنیت په ټينګښت او د سړي تښتونې د مخنیوي په برخه کې د ډاډ وړ تمرکز رامنځته شي.
ده ټينګار وکړ،چې امنیتي چارواکي به د امنیت په ټينګښت کې مسوول او ځواب ویوونکي وي.
د ملي وحدت حکومت اجرائيه رییس عبدالله عبدالله وایي، چې په هېواد کې د وروستیو جنایتونو له کبله امنیتي چارواکي چنارماڼۍ ته ځواب ویوونکي دي.
هغه په ډاګه کړې، چې روانې جګړې نه یوازې ښکېلو خواوو ته مرګ و ژوبله اړولې، بلکې ولسي وګړیو ته یې هم د سر او مال زیانونه پېښ کړي؛ ښوونځي نړیدلي او په ځينو سیمو کې یې د زدکوونکیو پرمخ دروازې تړلي دي.
له تمو او هیلو خلاف په روان سوړ موسم کې هم د هېواد په ګڼو سیمو کې د جګړو ډګرونه تاوده دي. د حکومت رهبران هم د جګړه ییز حالت له دوام خبر ورکوي.
خلک د دغه حالت مسوولیت د ملي وحدت حکومت پررهبرانو وراچوي او وايي، چې د دوی د اختلافونو او بې کفایتیو له کبله په هېواد کې حالات ترینګلي شوي دي.
دوی وايي، که د رهبرانو اختلافونه دوام وکړي، د امنیت او ثبات راتلل ناشوني دي.