Connect with us

تازه خبرونه

اجرائیه رییس د امریکایي ځواکونو د وتلو احتمال تائیدوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرئیه رییس عبدالله عبدالله له سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه وروستۍ شوې نده؛ خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به په بيړه او ناڅاپي نه وي.  

په افغانستان کې څوارلس زره امریکایي سرتېري حضور لري؛ دا ځواکونه په ځینو پوځي عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره همکار دي او روزنه هم ورکوي.

د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د څرګندونو له مخې؛ واشنګتن ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د سولې تر ټینګښت پورې له کابل څخه خپل ملاتړ روان ساتي.

نوموړی وایي؛ څومره، چې مونږ پوهیږو، د بهرنیو ځواکونو وتل به په بیړه او ناڅاپي نه وي. د امریکا استازيو که ملکیان دي او که پوځیان مونږ ته ډاډ راکړی، چې له افغانستان سره به یې مرستې او اړیکې تر هغې روانې وی، چې په دې هېواد کې سوله نه وي راغلې.

اجرائیه رییس دا هم ویلي، چې د امریکایي ځواکونو حضور د سویلي آسیا له تګلارې او د افغانستان له امنیتي شرایطو سره تړلي دي.

څلور ورځې کیږي، چې طالب او امریکایي استازي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو سلا مشورې کوي؛ خو اجرائیه رییس په قطر کې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د خبرو اترو پر جزئیاتو بې خبري ښیي.

ښاغلی عبدالله عبدالله وایي: کله، چې د سولې خبرو په تړاو خبرې کوو؛ نو دا خبرې به هغه مهال پیل شي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شي. د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی خلیلزاد له یوې مودې راپدیخوا ډېرې هڅې کوي؛ خو د هغه د دوحې د ناستې په تړاو ډېر نه یم خبر. هیله لرم، چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي وي.

اجرائیه رییس له طالبانو او داعش سره د مبارزې لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور یوه جدي اړتیا بولي او وایي؛ دا په دې معنا نده، چې په افغانستان کې امنیتي ننګونې پای ته رسیدلي او دا هم پدې معنا نده، چې په سیمه کې له نورو هېوادونو سره په اړیکو کې ستونزې نشته. مونږ باید له دې ستونزو سره په ګډه ځان مخامخ کړو.

مخکې ویل شوي وه، چې ولسمشر دونالد ترمپ غواړي له افغانستان څخه تر اوړي پورې خپل نیمایي عسکر وباسي، چې په اړه یې غور روان دی؛ خو وروسته سپینې ماڼۍ وویل، چې پدې تړاو هیڅ پرېکړه نده شوې.

تازه خبرونه

په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۳)

ملګرو ملتونو ويلي؛ د افغانستان په ګڼو ولایتونو په ځانګړي توګه په بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې  سیلابونو خلکو ته تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په مخ پر ودې هېوادونو کې د اقليمي بحران د اغېزو د څېړلو اداره څرګندوي، چې د دغو سېلابونو له کبله درې زره کورونه بشپړه ويجاړ شوي او ۵۴۰ کسان مړه یې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بحران د اغېزو ارزونې دفتر استازې ماریا لوپز وایي: تېره اوونۍ مونږ په ټوله نړۍ کې د خطرناکو سیلابونو شاهدان وو، چې ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. په افغانستان کې ۵۴۰ کسان مړه شوي او ۳ زره کورونه بشپړه ویجاړ دي.

د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ويلي، چې د سیلابونو په پایله کې سلګونه کسان وژل شوي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او دې سیلاب یو بشري ناورین رامنځته کړی دی.

دغه راز د رییس الوزرا  د اقتصاد مرستیال له دفتره يو پلاوى غور ولايت ته تللى، چې د سيمه‌یيزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زيانمنو ته يې بېړنۍ مرستې لکه خوراکي توکي، درمل او لنډمهاله سرپناوې رسولې دي.

د غور والي وياند ويلي، په دې ولايت کې د سېلابونو د قربانيانو شمېر ٥٥ کسانو ته رسېدلى او  د استوګنې درې زره کورونه یې بشپړ او زرګونه نور څه نا څه ويجاړ کړي دي.

د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ويلي؛ د سیلابونو په پایله کې سلګونه کسان وژل شوي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او دغه سیلاب د یوه بشري ناورین لامل شوی دی.

دغه راز دې دفتر له هغو هېوادونو او نړیوالو ټولنو مننه کړې، چې د افغانستان له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او له سیلاب ځپلیو سره یې مرستې کړې دي.

په افغانستان او په ځانګړې توګه په بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې وروستي سیلابونه دا په ډاګه کوي، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له کبله زیات زیانمن شوی او د نړیوالې ټولنې اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان بانک چارسمبالي د م.م له مرستیالې سره پر بانکي بندیزونو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۳)

د افغانستان بانک چارسمبالي هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې روزماري ډیکارلو سره ولیدل او د افغانستان د اقتصادي وضعیت، مالي او بانکي سکټور په اړه یې ور سره خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې هدایت الله بدري ویلي، چې د نړۍ د هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکټور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې، چې دې چارې د خلکو د پېر ځواک کمزوری او د دې بندیزونو له کبله نړیوالو مالي او بانکي سیستمونو ته د افغانستان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ شوی دی.

نوموړي ویلي: که څه هم د افغانستان بانک په ډېر ستونزمن حالت کې د بانکي سکټور د نقدینګۍ ستونزې په ښه ډول حل کړي؛ په دې برخه کې پرمختګ رامنځته او ورځ تر بلې یې وضعیت ښه کېدونکی دی.

دغه راز بدري له نړیوالو بندیزونو څخه د افغانستان د بانکي سکټور خلاصون د افغانانو بشري حق یاد کړ او دا یې د ټول ولس غوښتنه وبلله.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزماري ډیکارلو هم له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه او په اقتصادي وده کې یې بانکي سکټور د ارزښت وړ یاد کړ.

هغې ویلي، چې په افغانستان کې د مالي شمولیت پراختیا، د کوچنیو پورونو ورکړه، د اسلامي تمویلاتو په برخه کې د نړیوالو هېوادونو له تجربې ګټه اخیستل او د خصوصي سکټور پیاوړتیا ډېر مهم موارد دي، چې ګډ کار ته اړتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلام‌آباد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلام‌آباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.

احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.

هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.

هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!