تازه خبرونه

اجرائیه رييس پخپل وخت د ټاکنو پر تر سره کیدو ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه رییس د ترکیې له تي آر تي تلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ ډاډه ندي، چې له ټاکنو مخکې به له طالبانو سره د سولې توافق وشي.

د سولې خبرې او ټاکنې دوې مهمې موضوع ګاني دي، چې چارواکي پرې ډېر غږیږي؛ خو د دواړو په اړه شکونه هم ډېر دي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ویلي، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر هیڅ شي وروستۍ هوکړه ندی شوې او لازمه ده، چې په وروستۍ هوکړه کې افغانان ونډه ولري.

هغه دغه راز ویلي، چې لنډ مهالی حکومت هم ستونزه نشي حل کولی.

هغه په دې باوردی، چې که افغانان په خپلو کې پر ټولو مسایلو هوکړه وکړي؛ نو هغه وخت به بېل شرایط را منځته شي. آیا مونږ د دغې هوکړې نښې نښانې په لنډ وخت کې وینو؟ په تاسف، چې  دا هر څه په نږدې وخت کې نه رامنځته کیږي.

اجرائيه ريیس پخپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو تر څنګ د ټاکنو پر روڼتیا هم ټینګار کوي او وایي، چې ولسمشریزې ټاکنې له افغانانو سره یوه ژمنه ده، چې باید پخپل وخت تر سره شي. دغه ټاکنې باید رڼې او عادلانه وي. دا هغه ژمنه ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم له خلکو سره کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیزې منډې ترړې هم د پیلیدو په درشل کې دي؛ خو د سولې په اړه تر اوسه وروستۍ هوکړه نده شوې.

Trending

Exit mobile version