لوبی

اجی جدیجا د نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه وټاکل شو

Published

on

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړې، چې د هند د کرکت ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او توپ‌وهونکی اجي جدیجا د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د افغان ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

جدیجا له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۰۰ ز. کال پورې د هند د کرکت ملي لوبډلې د غړي په توګه لوبېدلی او په دې پېر کې یې ښې کړنې او ډېرې لاسته راوړنې لري.

نوموړي د هند لپاره په ۱۵ تست لوبو کې ۵۷۵ منډې او په ۱۹۶ یو ورځنیو لوبو کې ۵۳۵۹ منډې جوړې کړې دي. نوموړي په دې سیالیو کې ۶ « سل منډې» او ۳۴ « پنځوسیزې» جوړې کړې دي.

جدیجا په ۱۳ نړیوالو سیالیو کې د هند د کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی او اته لوبې یې ګټلي او پېنځه یې بایللي دي.

د يادونې ده، چې د روان کال په نړيوال جام کې به د افغانستان لومړۍ لوبه به د راتلونکې شنبې پر ورځ ( د اکتوبر ٧ ) له بنګله دېش سره وي.

Trending

Exit mobile version