تازه خبرونه

احسان الله بیات د رسنیو او مخابراتو د غوره اجرائيه مدیر جایزه خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت او آریانا تلویزیون عمومي ريیس انجنیر داکتر احسان الله بیات د نړیوالې مالي مجلې لخوا په دوه زره اووه لسم میلادي کال کې د رسنیو او مخابراتو د غوره  اجرائيه مدیر په توګه معرفي شوي دي.

 دغه مجله وايي، چې ښاغلي بیات په افغانستان کې د مخابراتو او تکنالوژۍ په برخو کې د غوره او بنسټیزو کارونو له کبله د دوه زره اوولسم میلادي کال د غوره اجرائيه مدیر جایزه خپله کړې ده.

انجنیر احسان الله بیات په دوه زره دویم میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره په ا فغانستان کې د موبایل خدمتونو بنسټ کیښود او د افغان بیسیم مخابراتي شبکې پر فعالولو یې افغانستان له نړۍ سره ونښلوه.

ښاغلي بیات له یوې نیمې لسیزې را پدیخوا په افغانستان کې له اړو او بېوزلو کسانو سره د مرستو بهیر هم روان وساته او د اطلاع رسونې په برخه کې یې د آریانا او آریانا نیوز تلویزیونې او راډیويي شبکې هم جوړې کړي، چې په کور د ننه او بهر کې یې ګڼشمېر مینه وال وموندل.

ای اف ام یا د نړیوالې مالي مجلې لخوا بیات بنیاد د همدغو فعالیتونو د ښه مدیریت له کبله د کال غوره اجرائيه مدیر غوره کړی دی او د دغې مجلې معتبره جایزه یې ورکړې ده.

کلیپ: د افغان بیسیم او د بیات د رسنیز مرکز عمومي رييس انجنیر احسان الله بیات وایي؛ زه ویاړم، چې د نړیوالې مالي مجلې لخوا د د دوه زره اووه لسم میلادي کال د غوره  مخابراتي او رسانه يي اجرائيه مدیر په توګه معرفي شوی یم.  دا بریا زما د تيم د ګډ کار پایله ده او دا ښکاروي، چې د افغان بیسیم او آریانا تلویزیون او په مجموع کې د بیات د بنسټ هڅې دي، چې دغه جایزه مو ترلاسه کړه.

د امریکا  آی اف ام نړیواله مالې مجله په یوه وخت کې په یوسل و پېنځه اتیا هېوادونو کې چاپیږي. دغه مجله د نړیوال بازار په اړه وروستي تحلیلونه او څېړنې خپروي، چې د مخکښو مدیرانو پاملرنه یې جلب کړې ده.

Trending

Exit mobile version