تازه خبرونه
احسان الله بیات د رسنیو او مخابراتو د غوره اجرائيه مدیر جایزه خپله کړه
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت او آریانا تلویزیون عمومي ريیس انجنیر داکتر احسان الله بیات د نړیوالې مالي مجلې لخوا په دوه زره اووه لسم میلادي کال کې د رسنیو او مخابراتو د غوره اجرائيه مدیر په توګه معرفي شوي دي.
دغه مجله وايي، چې ښاغلي بیات په افغانستان کې د مخابراتو او تکنالوژۍ په برخو کې د غوره او بنسټیزو کارونو له کبله د دوه زره اوولسم میلادي کال د غوره اجرائيه مدیر جایزه خپله کړې ده.
انجنیر احسان الله بیات په دوه زره دویم میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره په ا فغانستان کې د موبایل خدمتونو بنسټ کیښود او د افغان بیسیم مخابراتي شبکې پر فعالولو یې افغانستان له نړۍ سره ونښلوه.
ښاغلي بیات له یوې نیمې لسیزې را پدیخوا په افغانستان کې له اړو او بېوزلو کسانو سره د مرستو بهیر هم روان وساته او د اطلاع رسونې په برخه کې یې د آریانا او آریانا نیوز تلویزیونې او راډیويي شبکې هم جوړې کړي، چې په کور د ننه او بهر کې یې ګڼشمېر مینه وال وموندل.
ای اف ام یا د نړیوالې مالي مجلې لخوا بیات بنیاد د همدغو فعالیتونو د ښه مدیریت له کبله د کال غوره اجرائيه مدیر غوره کړی دی او د دغې مجلې معتبره جایزه یې ورکړې ده.
کلیپ: د افغان بیسیم او د بیات د رسنیز مرکز عمومي رييس انجنیر احسان الله بیات وایي؛ زه ویاړم، چې د نړیوالې مالي مجلې لخوا د د دوه زره اووه لسم میلادي کال د غوره مخابراتي او رسانه يي اجرائيه مدیر په توګه معرفي شوی یم. دا بریا زما د تيم د ګډ کار پایله ده او دا ښکاروي، چې د افغان بیسیم او آریانا تلویزیون او په مجموع کې د بیات د بنسټ هڅې دي، چې دغه جایزه مو ترلاسه کړه.
د امریکا آی اف ام نړیواله مالې مجله په یوه وخت کې په یوسل و پېنځه اتیا هېوادونو کې چاپیږي. دغه مجله د نړیوال بازار په اړه وروستي تحلیلونه او څېړنې خپروي، چې د مخکښو مدیرانو پاملرنه یې جلب کړې ده.
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ
په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.
هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنېپټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.
په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځهویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.
په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.
عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
-
لوبی4 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه4 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه4 days ago
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سوداگري2 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
نړۍ4 days ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي