سیمه ییز خبرونه

ادارې فساد دومره پراخ شوى، چې پارلمان هم پكې ښكېل شوى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې د قضايي جرگه گۍ رئيس وايي، چې په ولايتي ادارو كې د واليانو او رئيسانو په توگه له وړتيا پرته زياتره هغه كسان مقرر شوى، چې له لوړ پوړو چارواكو سره اړيكې لري.

په دولتي ادارو كې د وړتياوو په پام كې نيولو پرته د كسانو په دنده گومارل او ادارې فساد هغه ستونزې دې، چې د دولت او خلكو تر منځ يې واټن را منځته كړى دى.

كه څه هم، چې حكومت له ادارې فساد سره د جدي مبارزې خبر وركوي، خو د ولسي جرگې د قضايي جرگه گۍ رئيس محمد سرور عثماني په ادارو كې د پراخ مالي فساد او د روابطو پر بنسټ په ولايتي ادارو كې د كسانو په دنده گومارلو اندېښمن كړى دى.

د هغه په وېنا زياتره هغه كسان په ولايتي ادارو كې د واليانو او رئيسانو په توگه ټاكل شوي، چې په مركز كې له لوړ پوړو چارواكو سره اړيكې لري.

عثماني په بلخ كې له قضايي بهير څخه د كتنې په ترڅ كې وويل، چې فساد دومره پراخ شوى چې اوس يې پارلمان ته هم مخه كړې ده.

د ادارې فساد مخنيوى او د ښې حكومتدارۍ رامنځته كول هغه شرطونه دى، چې نړيوالې ټولنې د توكيو په نړيوال كنفرانس كې پر افغان دولت كېښودل.

په دغه كنفرانس كې د نړيوالې ټولنې استازو وويل، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې د افغان دولت لخوا  له ادارې فساد سره په كلكه مبارزه او ښې حكومتدارى مشروطي وساتي.

Trending

Exit mobile version