لوبی
ارجنتاین، مکسیکو ته پر ماته ورکولو په فوتبال نړیوال جام کې پاتې شو
تېره شپه په قطر ۲۰۲۲ فوتبال نړیوال جام سیالیو کې آرجانتین بریالی شو، چې ۲ ګوله ترسره او د مکسیکو د ګول وهلو مخه ونیسي.
د ارجنتاین لپاره مسي د لوبې په ۶۴ دقیقه کې لومړنی ګول د ډګر له ۲۵ مترۍ ووهي.
په دې لوبه کې دوه یم ګول انیزو فرناندیز، چې د بل لوبغاړي پر ځای یې لوبه کوله، د لوبې په ۸۷ دقیقه کې ترسره کړ.
ارجنتاین به د درې نمرو له لرلو سره وکولی شي، چې د چارشنبې پر ورځ په خپله وروستۍ لوبه کې د پولیند پر وړاندې څلورم امتیاز تر لاسه او په روانو لوبو کې خپل پرمختګ ډاډمن کړي.
د ارجنتاین لپاره د دې لوبې ګټل؛ ځکه اړینه وه، چې سعودي عربستان ترې لومړۍ لوبه پر ۲ ګولونو ګټلې وه. که د ارجنتاین لوبډلې دا لوبه بایللې وه؛ نو د قطر له روانو سیالیو وتله.
دا لوبډله په C ګروپ کې دوه یم ځای لري او وروستۍ لوبه یې د چارشنبې پر ورځ له پولیند سره ده. که دا لوبه وګټي د شپاړس لوبډلو پړاو ته به لار ومومي.
ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ جاپان – کوستاریکا، بلجیم – مراکش، کروشیا – کانادا او جرمني له اسپانیا لوبډلو سره سیالۍ وکړي.
لوبی
زیمبابوی په دوهیمه ټسټ لوبه کې افغانستان ته د ۵۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
زیمبابوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې وکړې او په دوهیمه کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۹۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه.
د زیمبابوی د کرکټ ملي لوبډلې په دوهیمه ټسټ لوبه کې له یوې نږدې او په زړه پورې سیالۍ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۵۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
زیمبابوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې وکړې او په دوهیمه کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۹۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې وکړې او په دوهیمه کې یې ښه لوبه وکړه او ۳۶۰ منډې یې جوړې کړې؛ خو په پای کې یې هدف پوره نهکړ او د ۵۷ منډو پر توپیر یې له زیمبابوې ماتې وخوړه.
له دې سره، زیمبابوی په دوهیمه ټسټ لوبه کې بریا خپله کړه؛ افغانستان هم د دوهیمې پاڼۍ له غوره توپوهنې سره- سره ونهشو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي.
لوبی
سرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
د هرات دې لوبډلې په ۱۸ لوبو کې ۱۶ بریاوې او دوه مساوي پایلې خپلې کړې؛ ۵۰ امتیازونه یې ترلاسه کړل او د ۵۲ ګولونو پر وهلو او یوازې د ۱۳ ګولونو پر منلو یې د ۱۰ لوبډلو په لښتیلیک(جدول ) کې لومړی ځای خپل کړ.
د سرخپوشان خوافي فوټبال لوبډلې د یوې ځلانده او له ماتې پرته سیالۍ پر پای ته رسولو، د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو اتلولي وګټله او د دې سیالیو د اتلولي جام یې خپل کړ.
د هرات دې لوبډلې په ۱۸ لوبو کې ۱۶ بریاوې او دوه مساوي پایلې خپلې کړې؛ ۵۰ امتیازونه یې ترلاسه کړل او د ۵۲ ګولونو پر وهلو او یوازې د ۱۳ ګولونو پر منلو یې د ۱۰ لوبډلو په لښتیلیک(جدول ) کې لومړی ځای خپل کړ.
سرخپوشان خوافي د سیالیو له پیله خپل ځواک وښود او په لومړیو نهه لوبو کې یې پرلهپسې بریاوې ترلاسه کړې او د لښتیلیک په سر کې یې خپل ځای ټینګ کړ.
د دې لوبډلې اتلولي د نومبر پر یوولسمه خراسان فاریاب ته د ۷ پر صفر پر لوړه پایله له ماتې ورکولو وروسته یقیني شوه. دغې لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې هم عمر زواک ته د ۷ پر ۴ په پایله کې ماتې ورکړه.
ابومسلم فراه د ۴۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو دوهیم او طوفان هرات د ۳۲ امتیازونو پر ترلاسه کولو درېیم ځای خپل کړ.
آریانا خوست؛ د سیالیو د وروستۍ لوبې ګټونکې
د سیالیو په نوییمه او وروستۍ لوبه کې، چې د دوشنبې پر ورځ( د لړم پنځهویشتمه / د نومبر پر شپاړلسمه ) د افغانستان فوټبال فډراسیون د کابل په لوبغالي کې ترسره شوه؛ آریانا خوست لوبډلې عینو مېنې ته ۳ پر ۱ ماتې ورکړه.
له دې لوبې وروسته د پای مراسم او د اتلولۍ جام د سپارلو لړۍ ترسره شوه او د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو رسمي پای ته ورسېد.
د دې پړاو سیالۍ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۱۰ لوبډلو پر ګډون او د ۹۰ لوبو پر ترسره کېدا له دوه میاشتو ډېرې روانې وې.
د آریانا راډیو ټلویزیون هم د دې سیالیو ټولې لوبې په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې توګه خپرې کړې، چې د هېواد د فوټبال مینهوال د سیالیو له بهیر څخه پوره خبر پاتې شي.
لوبی
په آی ال ټي ۲۰ سیالیو کې ۲۵ افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړل
د هوکړې له مخې، د سیالیو شپږ واړه فرنچایزونه مکلف دي، چې په خپلو لوبډلو کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي ولري.
د آی ال ټي ۲۰ سیالیو په پنځم پړاو کې به ۲۵ افغان کرکټ لوبغاړي د شپږ لوبډلو په جوړښت کې ولوبېږي؛ دا د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د سټراټیژیکې همکارۍ په پایله کې شونې شوې ده.
د هوکړې له مخې، د سیالیو شپږ واړه فرنچایزونه مکلف دي، چې په خپلو لوبډلو کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي ولري.
په قرارداد ترلاسه کوونکو ۲۵ لوبغاړو کې د افغانستان د ملي لوبډلې پېژندل شوي لوبغاړي لکه راشد خان، محمد نبي، رحمانالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ او عظمتالله عمرزی هم شامل دي.
د دوی ترڅنګ یو شمېر ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو هم په دې سیالیو کې د ګډون فرصت ترلاسه کړی دی.
د ۲۵ افغان لوبغاړو نومونه د شپږ لوبډلو په جوړښت کې دادي:
ابوظبي نایټ رایډرز
- ګلبدین نایب
- قیس احمد
- عرب ګل
- عبدالله ترهخېل
ډیزرټ وایپرز
- مجیب الرحمن
- ننګیالی خروټی
- سلیم ساپی
- عبدالله احمدزی
دوبۍ کپېټلز
- نور احمد
- صدیقالله اتل
- کریم جنت
- دروېش رسولي
ګلف جاینټس
- رحمانالله ګربز
- ابراهیم ځدراڼ
- عظمتالله عمرزی
- عمران میر
- وحیدالله ځدراڼ
ام آی امارات
- راشد خان
- فضلالحق فاروقي
- اللهمحمد غضنفر
- فریدون داوودزی
شارجه واریرز
- محمد نبي
- وقار سلامخېل
- فرید ملک
- شرفالدین اشرف
افغان لوبغاړو په داوطلبۍ کې ښه جګ تړونونه ترلاسه کړل
په وروستۍ داوطلبۍ کې افغان لوبغاړو د پام وړ مالي تړونونه ترلاسه کړل.
فضلالحق فاروقي د افغان لوبغاړو په ډله کې تر ټولو جګ تړون ترلاسه کړ او له ام آی امارات لوبډلې سره یې د درې سوه او اتیا زره امریکايي ډالرو پر ارزښت تړون لاسلیک کړ.
رحمانالله ګربز له ګلف جاینټس لوبډلې سره د درې سوه او لس زره ډالرو پر ارزښت خپل قرارداد وساته او اللهمحمد غضنفر له ام آی امارات سره د یو سل او پنځوس زره ډالرو پر ارزښت قرارداد ترلاسه کړ.
دغه راز محمد نبي له شارجه واریرز سره د یو سل او څلوېښت زره ډالرو او ګلبدین نایب له ابوظبي نایټ رایډرز سره د پنځه اویا زره ډالرو پر ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
دا تړونونه په نړیوالو شلآوریزو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د مخ پر زیاتېدونکي ارزښت او غوښتنې څرګندونه کوي؛ ځکه افغان لوبغاړي د توپوهنې او توپاچونې په دواړو برخو کې د پام وړ وړتیا لري.
آی ال ټي ۲۰ د افغان کرکټ د ودې لپاره مهم فرصت دی
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ځدراڼ د آی ال ټي ۲۰ سیالیو په پنځم پړاو کې د ۲۵ افغان لوبغاړو ګډون د هېواد د کرکټ د ودې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بللې ده.
نوموړي د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو او آی ال ټي۲۰ ترمنځ د سټراټیژیکې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی او څرګندوي، چې دغې همکارۍ افغان لوبغاړو ته د لوبېدو فرصتونه برابر کړي او په افغانستان کې یې د کرکټ د پراختیا زمینه هم برابره کړې ده.
د آی ال ټي۲۰ سیالیو پنځم پړاو به د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر له یوویشتمې د ډسمبر تر شلمې دوام وکړي، چې په کې به یې د متحده عربي اماراتو په بېلابېلو لوبغالو کې ۳۴ لوبې ترسره شي.
د دغو سیالیو دفاعي اتله ډیزرټ وایپرز لوبډله به د نومبر پر یوویشتمه په پرانیستونکې لوبه کې له ام آی امارات سره مخ شي.
د آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي او د هېواد د کرکټ مینهوال به وکولی شي، چې ټولې ۳۴ لوبې پر ژوندۍ بڼه وګوري.
په دغو سیالیو کې د ۲۵ افغان لوبغاړو ګډون او په هره لوبډله کې د لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړو د شتون شرط، د افغانستان د کرکټ د مخ پر ودې وړتیاوو د څرګندولو لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي.
-
لوبی4 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی2 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی4 days agoزیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
-
لوبی3 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
-
تازه خبرونه4 days agoپه جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
