Connect with us

تازه خبرونه

ارنچا: موږ هڅه کوو چې د افغانستان او سیمې لپاره ځانګړي پالیسۍ جوړه کړو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ نړیوال مرکزمسو لین وايي د افغانستان د سوداګریزو پروګرامونو څخه ملاتړکوي او زیاتو چې د ریکا د اقتصادی پروګرامو نو پلي کیدل کولی شي د افغانستان او سیمي اقتصادی ستونز هواري کړي.

دوی زیاتوي چې  په افغانستان کې  بنسټیزه پانګونې د  تر سره کید لپاره ظرفیت شته  چې له دې سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د سوداګرۍ د نړیوال مرکز چارواکې له اریانانیوز سره په یوه ځانګړي مرکه کې ووېل: په افغانستان کې په بنسټیزو پروژو پلی کولو لپاره کافی اندازه  ظرفیت شتون لري چې په پلي کېدو به یې په سیمه کې بیکاري ختمه او اقتصادي تحرک به رامنځ ته شي. چې دا به لکه د ریل پټلي په برخه کې کاري زمینې، د بریښنا د انتقال په برخه کې، د ټاپي پروژې او داسې نورې برخې هم شته موږ د افغانستان له حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو او په دې برخه کې به حکومت ته پالیسي هم جوړي کړو.

نوموړې زیاتوي (ارنچا ګونزلیز) د سوداګرۍ د نړیوال مرکز رییسه.(موږ هڅه کوو چې د افغانستان او سیمې لپاره ځانګړي پالیسۍ جوړه کړو تر څو په سیمه او افغانستان کي د کار د رامنځ ته کولو لامل شي او له دې لارې مېرمنو او ځوانانو ته په افغانستان کې د کار زمینه برابره شي)

همداراز اغلي ګونزلیز زیاتو چې د افغانستان داقتصادي بنسټو نو د پانګونې لپاره ښې طرحې لري چې حکومت یی باید ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د پانګوني او صنایعو عالی شورا مسولین وایی که له حکومت سره په اقتصادي برخه کې نړیوال سازمانونه همکاري وکړي اغیزه به یې مثبت وی.

همدا راز شبیر بشیري د پانکوڼي او صنایعو عالی شورا رییس عامل .(موږ د نړیوالو سازمانو خصوصاً چې په اقتصادي برخه کې فعالیت کوي هرکلی کوو دوی باید حکومت ته د خصوصي سکتور سره د رښتینې همکاري په برخه کې پالیسي ګانې ورکړي تر څو په افغانستان کي خصوصي سکتور وده وکړي)

د پانګوني او صنایعو عالی شورا مسولین وایي که څه هم په تیرو شپاړسو کلو نو کې کار شوی؛ خو لاهم په هغه اندازه چي په افغانستان کې تولید او صنایعو پراختیا موندلي وای هغومره کار ندی شوی البته په دې برخه کې.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلام‌آباد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلام‌آباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.

احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.

هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.

هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل 

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.

 د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت‌آباد ولسوالیو کې راوتلي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.

ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي. 

Continue Reading

تازه خبرونه

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.

دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.

د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې له‌خوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.

په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!