تازه خبرونه
اروپايي ټولنې افغانانو ته له ۳۰۰ میلیون ډالرو ډېره مالي مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې په ډاګه کړې، چې ۲۶۸ میلیون یورو یې د روغتیا او پوهنې په برخو کې پر اووه پروژو ولګول شي.
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې له ۳۰۰ میلیون ډلرو ډېره نوې مالي مرسته اعلان کړې ده.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې، دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، د روغتیا نړیوالې ټولنې او د خواړو نړیوال پروګرام له لارې مستحقو او اړو کسانو ته ورسيږي.
اروپايي ټولنه غواړي د افغانستان ښوونکیو ته هم بېړنۍ مرستې چمتو کړي او تمه کیږي، چې د ژمي په پاتې دوه میاشتو کې شاوخوا ۱۹۴ زره ښوونکیو ته ۹۰ یورو میاشتنۍ مرسته ورسوي.
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو مشر عزیز احمد ریان پر اروپايي ټولنې غږ کړی، چې له دغه وزارت سره په همغږۍ کې د پوهنې له برخې سره خپلې مرستې پراخه کړي.
دغه راز د خواړو نړیوالې ټولنې د یونیسف په همکارۍ د نجونو او هلکانو لپاره خواړه برابروي او د نجونو له کورنیو سره نغدي مرسته هم کیږي؛ خو په دې شرط، چې د زدکړو لپاره ښوونځیو ته ولاړې شي.
همدارنګه په آروپایي ټولنه کې د نړیوال ګډون د برخې کمیشنرې جونا ارپلینین د سې شنبې پر ورځ ویلي وه، چې
د دې ټولنه د اصولو له مخې باید په نړۍ کې څوک نالوستی پاتې نشي.
هغې زیاته کړې، چې اروپایي ټولنه د نجونو زدکړې ته ژمنه ده او له پخوا یې ژمنه کړې، چې افغانان به شاتګ ته پرېنږدي.
که څه هم په وروستیو څو میاشتو کې له افغانستان سره ډېرې بشري مرستې وشوې؛ خو مرستندویه هېوادونو ویلي، چې د مرستو ورکول د افغانستان د نوي حکومت د پېژندلو معنا نلري.