تازه خبرونه

اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳, ۱۴۰۲)

اروپايي ټولنې په ډاګه کړې، چې له زیانمنو افغانانو سره د مرستې لپاره یې ۱۲ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.

دغه پيسې د خوراکي توکو پر توليد، کرنې، بیخبناوو، کارموندنې، د عايداتي فرصتونو رامنځته کولو او سوداګریزې پراختيا لګول کېږي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې چارسمبالې رافیلا ایودیس ویلي، په افغانستان کې پر میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي. په داسې حال کې، چې اقلیمي بدلونه د ډېرو افغانانو پر ځانګړي توګه د ښځو وضعیت خرابوي. اروپايي ټولنه له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي. د دوامداره خوراکي توکو په تولید، له اقلیمي بدلونونو سره سمه کرنه او بیخبناوو کې پانګه اچونه به د افغانانو نننی او راتلونکي  ژوند له رښتیني بدلون سره مخ کړي.

دغه ۳۶ میاشتنی پروګرام د افغانستان شمال، مرکزي لوړې او لویدیځې کلیوالي او محرومې سیمې تر پوښښ لاندې راولي. په ټولیز ډول به د بامیان، بغلان، سمنګان، بدخشان، تخار، هرات او فراه په ګډون په اووه ولایتونو کې څه باندې ۷۰ زره کسان ( چې ۶۲ سلنه یې ښځې دي ) له دې پروګرامه برخمن کړي.

Trending

Exit mobile version