تازه خبرونه
اروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
د دې نوې هوکړې له مخې، دا بودجه به د افغانستان د خصوصي سکټور د ثبات پروګرام ملاتړ وکړي، چې موخه یې د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ وده، د افغان کارپنځوونکو( متشبثینو) هڅونه او مالي خدمتونو ته د لاسرسي پراخول دي.
اروپایي ټولنې او د نړیوال مالي شرکت (IFC) د نړیوال بانک ډلې له غړیو سره د همږۍ له مخې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د ۵ میلیون یورو پر ارزښت یو نوی پروګرام پیل کړی دی.
د دې نوې هوکړې له مخې، دا بودجه به د افغانستان د خصوصي سکټور د ثبات پروګرام ملاتړ وکړي، چې موخه یې د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ وده، د افغان کارپنځوونکو( متشبثینو) هڅونه او مالي خدمتونو ته د لاسرسي پراخول دي.
دا نوښت د اروپايي ټولنې او نړيوال بانک د پراخو همکاريو يوه برخه ده، چې موخه يې په افغانستان کې د خصوصي سکټور پر بنسټ پراخې اقتصادي ودې ته وده ورکول دي. په دې پروګرام کې د ښځو، ځوانانو او راستنېدونکو اقتصادي ګډون ته ځانګړې پاملرنه شوې او د خصوصي سکټور له فعالانو سره به د سوداګريز چاپېريال د ښه کولو او د دوامدارو معيشتي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره نږدې همکاري وشي.
ټاکل شوې، چې دا پروګرام له راتلونکې مياشتې پيل او د ۴۲ مياشتو لپاره به روان وي. د دې پروګرام اصلي تمرکز پر پېنځه بنسټیزو برخو دی، چې په کې د خصوصي سکټور د همغږۍ او ملاتړ پياوړتيا، د کوچنيو سوداګريو او نويو شرکتونو لپاره د ظرفیت لوړول، د مالي شموليت ښهوالی، د کاري فرصتونو لپاره د خصوصي پانګې جذب او د خصوصي سکټور د پراخ ګډون له لارې د ښځو د اقتصادي مشارکت زياتېدا شامل دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالی ورنيکا بوسکووېچ پوخار ويلي؛ دا نوښت د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د اروپايي ټولنې د هر اړخيزې ژمنې څرګندونه کوي، چې له بشردوستانه مرستو نيولې تر اوږدمهاله اقتصادي بيارغونې پورې پراخې هڅې رانغاړي.
همدارنګه د نړيوال بانک د منځني ختيځ، پاکستان او افغانستان لپاره سيمهييز مدير خواجه آفتاب احمد ټينګار کړی، چې دا هوکړه د افغان کارپنځوونکو د ملاتړ لپاره د ګډې ژمنې څرګندونه ده.
ویل کیږي، چې د سوداګريزو کارونو پياوړتيا د خلکو د معيشـت د ساتنې او ان د اوسنیو ننګونو تر سختو شرايطو لاندې د هېواد د اقتصاد د باعزته بيارغونې يوه عملي لار هم ده.