تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د هرات له زلزله ځپلیو سره د ۳.۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۹, ۱۴۰۲)

د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې د ورځې له خونړۍ زلزلې وروسته اروپايي اتحادیې د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د ۳ اعشاریه ۵ میلیون یورو (نږدې ۲۸۰ میلیون افغانیو) پر ارزښت به د زیانمنو خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړنۍ بشري مرستې چمتو کړي.

د اروپايي اتحادیې په اعلامیه کې راغلي؛ اوس‌مهال اصلي اړتیاوې بېړنۍ سرپناه، طبي توکي او په هغه سیمه کې د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی دی، چې وچکالۍ هم ځپلې دي.

دا نوې مرسته پر ۸۹ میلیون یورو بشردوستانه مرستو سربېره ده، چې مخکې په ۲۰۲۳ ز. کال کې د بشردوستانه سازمانونو لپاره د اروپایي ټولنې لخوا ځانګړې شوې ده.

د بحران مدیریت کمیشنر جینز لینارچ ویلي؛ په افغانستان کې وروستۍ زلزلې د هغو خلکو کړاوونه نور هم ډېر کړي، چې پخوا هم له یوه ناوړه بشري وضعیت سره مخ ول. اروپايي اتحادیه به د افغانانو ملاتړ د بېلابېلو وسایلو، چې زمونږ  په واک دي؛ روان وساتي. د ۳ اعشاریه ۵ میلیون یورو پر ارزښت دا مرستې به د دې ویجاړونکي ناورین له قربانیانو سره اړینه مرسته وي.

د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د عملیاتو عمومي مشرماسیج پوپوفسکي ویلي: د اروپایي اتحادیې ۳.۵ میلیون یورو بېړنۍ مرسته له افغانانو سره زمونږ د پیوستون څرګندونه ده. زه دلته په هرات کې یم؛ د زلزلې ویجاړونکيو انساني اغېزو حیران کړی یم. په دې سختو شرایطو کې زه د بشردوستانه همکارانو له کار ستاینه کوم، چې د ژوند ژغورلو لپاره نه ستړي کیدونکې هڅې کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایله ایودیس ویلي: نن سهار هرات ته سفر کوم او د دغې زورورې زلزلې له کبله د رامنځته شوې ویجاړۍ او انساني کړاو شاهده یم. د اروپایي اتحادیې د ۳.۵ میلیون یورو مرستې کڅوړه به زمونږ بشردوستانه همکارانو ته دا وړتیا ورکړي، چې له ناورین څخه ژوندي پاتې کسانو سره خپل ملاتړ ګړندی کړي. اروپايي ټولنه او بشري شریکان د افغانستان له خلکو سره کلک ولاړ دي.

Trending

Exit mobile version