تازه خبرونه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره ۷ اعشاریه ۶ میلیون یورو ځانګړي کړل

Published

on

اروپايي ټولنې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب لپاره یې ۷ اعشاریه ۶ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
دې ټولنې د پنجشنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۹ نېټه) څرګنده کړې، چې دا مرسته به د افغان اید موسسې له لوري اړوند پروژې ته ورکړ شي.
د دې مرستو موخه په بدخشان، دایکندي، غور، جوزجان، سمنګان او تخار ولایتونو کې د کروندګرو د خوراکي توکو د تولیدي پروسې ښه والی او د بې اوبو ځمکو بیارغول دي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په اپریل میاشت کې ۱۷.۲ میلیون افغانان د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ دي. افغانستان په ځانګړي توګه د اقلیم د بدلون د اغېزو پر وړاندې زیان منونکی دی او د وچکالۍ، سیلابونو او د تودوخې د لوړېدو په ګډون د ایکولوژیکي ګواښونو له کبله هم تر ټولو ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.
د اروپايي اتحادیې چارسمبالې رافیله ایودیس ویلي، مونږ د افغانستان له خلکو سره په ځانګړي توګه په سیمه ییزو ټولنو کې تر ټولو زیانمنونکیو کورنیو سره لکه د ښځو په مشرۍ له هغو کورنیو سره مرستې ته ژمن یوو، چې نه‌شي کولی خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د افغان اید مشر، چارلس دیوی ویلي: په داسې حال کې، چې ډېري افغانان د خواړو خوندیتوب نه‌لري. دا مهمه ده، چې له زیان منونکیو کورنیو سره د مرستې لپاره ډېر څه وشي او د خوراکي توکو وده یې رامنځته، عاید پیاوړی او متنوع شي. دا په ځانګړي توګه د معلولیت لرونکیو خلکو لپاره اړین دي، چې په غیر متناسب ډول له اوسني ناورینه اغېزمن شوي دي. د افغانستان مرسته داسې ژمنه ده، چې د خلکو په ژوند کې یو واقعي او تلپاتې بدلون راولي.

Trending

Exit mobile version