روغتيا

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۹۸ ټنو درملو او طبي توکو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سیاسي استزولۍ څرګنده کړې، چې له افغانستان سره یې د ۹۸ ټنو درملو او طبي توکي مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سياسي استازي مرستيالې رافيلا لوديک د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي درېيمه) تویت کړی، چې دغه اندازه درمل او طبي وسايل د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د هوايي پله له لارې افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

میرمن لودیک څرګنده کړې، چې نن نږدې سل ټنه طبي توکي او درمل د اروپايي ټولنې د بشردوستانه هوايي پل له لارې افغانستان ته راورسېدل.

هغه زیاته کړې، چې د مرستې دا لېږد له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو یوه روښانه بېلګه ده. اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې ساتي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د ملکي وګړیو د خوندیتوب او بشري مرستو دفتر هم اعلان کړی، چې له ۲۰۲۱ ز.کال څخه تر دې دمه افغانستان ته د هوايي پله له لارې ۲۸ کارګو الوتنې شوي دي.

ویل کیږي، چې دا مرستې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د اروپايي ټولنې د ژمنتیا څرګندونه کوي.

Trending

Exit mobile version