تازه خبرونه
اروپايي ټولنې له افغان زدهکوونکیو سره د مرستې لپاره لس میلیون دالرځانګړي کړل
اروپايي اتحادیې د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د افغانستان د لومړنیو ښوونځیو شاوخوا دوه میلیون زدهکوونکیو ته د سپکو خوراکي توکو د برابرولو لپاره لس میلیونه ډالره ځانګړي کوي.
اروپايي ټولنې د شنبې پر ورځ ویلي، چې په افغانستان کې یې د لومړنیو ښوونځیو شاوخوا دوه میلیون زدهکوونکیو ته د سپکو خواړو د برابرولو په برخه کې لس میلیون دالر ځانګړي کړي دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې رافایله ایودیس د ایکس پاڼې په یوه ویدیوي څرګندونه کې ویلي: زه په رښتیا خوښه یم؛ مونږ له خواړو نړیوال پروګرام سره یو نوی تړون لاسلیک کړی، چې په لومړنیو ښوونځیو کې به له دوه میلیون نجونو او هلکانو څخه د سپکو غذايي خواړو ملاتړ کوو. دا کچه لس میلیون دالر ده، چې ښیي د خواړو نړیوال پروګرام او اروپايي ټولنه افغان ماشومانو ته پوره پاملرنه لري.
هغې لیکلي: په افغانستان کې زمونږ د ښوونځيو د خواړو پروګرام د نوملیکنې او حاضرۍ په ډېرېدو کې هم مرسته کوي.