تازه خبرونه
اروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
دغه ټاکنه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوولې کایا کالاس له لوري د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ۳۳ سفیرانو او اووه مرستیالانو د معرفي کولو ترڅنګ اعلان شوې ده.
نیکولا بیلومو، چې یو ایټالوی ډیپلوماټ دی؛ د اروپايي ټولنې د وروستیو ډیپلوماټیکو بدلونونو په لړ کې به د ورونیکا بوسکوویچ پوهار ځایناست شي.
دغه ټاکنه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوولې کایا کالاس له لوري د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ۳۳ سفیرانو او اووه مرستیالانو د معرفي کولو ترڅنګ اعلان شوې ده.
بیلومو اوسمهال د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو په چوپړ کې د پانافریقايي چارو د څانګې مشري پر غاړه لري. هغه له دې مخکې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او د اروپايي بنسټونو په چوکاټ کې یې ګڼې لوړې ډیپلوماټیکې دندې هم پر مخ وړې دي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې دغه ګومارنې د ۲۰۲۶ز. کال د ډیپلوماټیکو بدلونونو د بهیر برخه ده او له اړینو اداري پړاوونو او د کوربه هېوادونو له تائید وروسته به که اړتیا وي؛ پر رسمي بڼه وروستۍ شي.
بیلومو د ورونیکا بوسکوویچ پوهار ځایناستی کېږي. نوموړې، چې د څو کلونو لپاره یې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشري کړې؛ اوس په کامرون کې د اروپايي ټولنې د نوې سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.