Connect with us

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی

دغه ټاکنه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوولې کایا کالاس له لوري د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ۳۳ سفیرانو او اووه مرستیالانو د معرفي کولو ترڅنګ اعلان شوې ده.

خپور شوی

د

نیکولا بیلومو، چې یو ایټالوی ډیپلوماټ دی؛ د اروپايي ټولنې د وروستیو ډیپلوماټیکو بدلونونو په لړ کې به د ورونیکا بوسکوویچ پوهار ځای‌ناست شي.

دغه ټاکنه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوولې کایا کالاس له لوري د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ۳۳ سفیرانو او اووه مرستیالانو د معرفي کولو ترڅنګ اعلان شوې ده.

بیلومو اوس‌مهال د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو په چوپړ کې د پان‌افریقايي چارو د څانګې مشري پر غاړه لري. هغه له دې مخکې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او د اروپايي بنسټونو په چوکاټ کې یې ګڼې لوړې ډیپلوماټیکې دندې هم پر مخ وړې دي.

اروپايي ټولنې ویلي، چې دغه ګومارنې د ۲۰۲۶ز. کال د ډیپلوماټیکو بدلونونو د بهیر برخه ده او له اړینو اداري پړاوونو او د کوربه هېوادونو له تائید وروسته به که اړتیا وي؛ پر رسمي بڼه وروستۍ شي.

بیلومو د ورونیکا بوسکوویچ پوهار ځای‌ناستی کېږي. نوموړې، چې د څو کلونو لپاره یې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشري کړې؛ اوس په کامرون کې د اروپايي ټولنې د نوې سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.

تازه خبرونه

ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حکومت یې د امریکا پر وسله‌والو ځواکونو د تاریخ تر ټولو ستره پانګونه کړې وه؛ خو د جو بایډن ادارې په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه پرېښې ده.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.

هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ادعا کوي، چې د امریکا ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

ټرمپ وایي:« هغوی د دې تجهیزاتو ډېره برخه طالبانو(اسلامي امارت) او افغانستان ته پرېښوده.»

نوموړي زیاته کړې، الوتکې او نور تجهیزات باید له افغانستان څخه ایستل شوي وی.

ټرمپ ویلي:« دا ډېر د افسوس وړ وه. ما ولیدل، چې څه روان ول. ډېر ناوړه کار وشو.»

کارپوهانو ویلي، چې ټرمپ په خپل دوه‌يم پېر کې ان یو ځل هم؛ پر هغو وسلو او تجهیزاتو، چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال یې پوځي ځواکونو ویجاړ کړي، خبرې نه‌دي کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او بنګله‌دېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

Published

on

په مسکو کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د بنګله‌دېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

د سفارت د خبر له مخې؛ د افغانستان سفیر  د دې لیدنې پر مهال په هېواد کې د پانګونې د مناسبو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د بنګله‌دېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه یې پانګونې ته وهڅول.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د راپور له مخې، د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د ګډې قومندانۍ مشر جنرال اندري سردیوکوف غونډې ته ویلي، چې د دې ټولنې د مسوولیت په حوزه کې د راټوکېدونکو کړکېچونو پر وخت پېژندنه او د هغو د مدیریت لپاره د مناسبو تدابیرو نیول د ټولنې یوه اړینه دنده ده.

Published

on

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې(سي‌اس‌ټي‌او) ویلي، د دې ټولنې د ګډې قومندانۍ یوه پلاوي د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې د شانګهای همکاریو ټولنې د غړو هېوادونو د سرحدي ادارو د مشرانو په دولسمه غونډه کې ګډون کړی دی.

د راپور له مخې، د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د ګډې قومندانۍ مشر جنرال اندري سردیوکوف غونډې ته ویلي، چې د دې ټولنې د مسوولیت په حوزه کې د راټوکېدونکو کړکېچونو پر وخت پېژندنه او د هغو د مدیریت لپاره د مناسبو تدابیرو نیول د ټولنې یوه اړینه دنده ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ګډ امنیت خوندیتوب د ټولو اړوند نړیوالو بنسټونو له نږدې همکاریو پرته شونی نه‌دی.

په دې غونډه کې د شانګهای همکاریو ټولنې د ترهګرۍ ضد سیمه‌ییز جوړښت، د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز او د دغو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د قومندانانو د شورا د همغږۍ د خدمتونو مشرانو هم ګډون کړی و. ګډونوالو د ګډو همکاریو د پراختیا او د دغو بنسټونو د کاري برخو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117