تازه خبرونه

اروپایي ټولنې له کرونا سره د مبارزې لپاره ۳۵ میلیون یورو مرسته ځانګړې کړې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۷, ۱۳۹۹)

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د یونیسف، آغا خان بنسټ او عامې روغتیا وزارت د همکاریو پر بنسټ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۳۵ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.

په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر اندریاس فون برانټ ویلي، چې دا مرسته سربېره پر هغو ۱۴۷ میلیون یورو ده، چې د کرونا وایروس له پیل راپدیخوا افغانستان ته برابره شوې ده.

فون برانټ زیاته کړې: اروپايي اتحادیې د افغانستان په ګډون د ټیټ او متوسط ​​عاید لرونکیو هېوادونو ته د کرونا د دوه میلیارډ خوراکه واکسینو د پېرودلو لپاره ۸۷۰ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.

ټاکل شوې، چې اروپايي اتحادیه له څو شرکتونو څخه واکسین وپېري.

د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې له یوې اوونۍ څخه په لږ وخت کې به له هند څخه افغانستان ته د کرونا واکسین راورسیږي؛ خو دا نه وايي، چې دا واکسین څومره ګټور دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال بشیر نورمل ويلي، د هند حکومت د اکسفورډ او هند په همکارۍ تولید شوي ۵۰۰ زره خوراکه واکسین چمتو کړي او مونږ به یې ډېر ژر په یوه اوونۍ یا لس ورځو کې تر لاسه کړو.

دغه راز د روغتیا نړیوالې ټولنې مسوول ويلي، چې د کرونا ویروس د واکسینونو پلي کولو او آزمویلو لپاره پرلپسې پانګوونې ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د یونیسف لنډمهاله استازې شیما سن ګوپتا څرګنده کړې؛ د اروپا دغه له سخاوته ډکه مرسته یونیسف ته اجازه ورکوي، چې د ننګونو روانې څپې ته، چې ښځې او ماشومان یې اغیزمن کړي، ځواب ووایي.

ټاکل شوې، چې دغه مرستندویې پروژې د اروپایي اتحادیې پر ملاتړ او د آغاخان بنسټ پر مشرۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پلې شي.

Trending

Exit mobile version