کوید۱۹
اروپایي ټولنې چین ته د کرونا ویروس لپاره د وړیا واکسینو وړاندیز څرګند کړ
رویترز راپور ورکړی، چې اروپایي اتحادیې چین ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د وړیا واکسین وړاندیز کړی دی.
د اروپایي ټولنې د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د بیجینګ لخوا د کرونا په اړه د پالیسۍ له نرمولو وروسته هلته انتانات ډېر شوي.
د اروپایی کمیسیون یوه ویاند په یوه عادي خبري ناسته کې ویلي؛ چین تر دې دمه دې وړاندیز ته ځواب ندی ویلی.
نوموړي د واکسینونو کچه او تولیدوونکی مشخص نکړ.
هغه ویلي: په چین کې کرونایي وضعیت ته په پاملرنه د روغتیا کمیشنر ستیلا کیریاکایزز خپلو چینايي همکارانو ته له اروپایي ټولنې سره د پیوستون او ملاتړ وړاندیز کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا بیجینګ به د اروپايي اتحادیې وړاندیز ومني؛ له ځواب ورکولو ډډه کړې او رویترز ته یې ویلي، چې د چین د واکسین کولو کچه او د درملنې وړتیا مخ په ډېریدو ده او ورته پوره چمتووالی لري.
دغه راز ویل شوي، چې چین له نړیوالې ټولنې سره د پیوستون او همکارۍ پیاوړتیا ته چمتو دی، چې له دې ناروغۍ ننګونې ته پوره چمتووالی لري. که څه هم کولی شي د هر هغه چا غوښتنه پوره کړي، چې واکسین کول غواړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ چین تر دې دمه د خپلو وګړیو لپاره یوازې په چین کې د جوړ شويو واکسینونو پر کارولو ټینګار کړی، چې د غیر فعال ویروس یوه بڼه ده، چې د خپلو خلکو لپاره تولیدیږي.
تیره میاشت، آلمان په چین کې د آلماني شرکتونو، سفارتونو او قونسلګریو لپاره ۱۱۵۰۰ خوراکه واکسین د پلي کولو لپاره استولي دي.
