تازه خبرونه

اروپایي ټولنه په افغانستان کې له ښکېلو خواوو سره خبرې او همغږي غواړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اروپایی ټولنې په افغانستان کې د خپل فعالیت د زیاتوالي له کبله دوه استازي ګمارلي او غواړي، چې د افغانستان لپاره د خپلې نوې تګلارې په اډانه کې د سیمې هېوادونو په کچه د سولې خبرې پیل او پر سیمه ییزه اجماع کار وکړي. موخه د جګړه ځپلي افغانستان حالاتو ته د حل لار موندنه.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا څرګنده کړې؛ زما ماموریت دا دی، چې د سیمې او نړۍ په کچه یوه اجماع جوړه کړم. ځینې هېوادونه غواړي د سولې په بهیر کې رول ولري او زما دنده هم دا ده، چې له دوی سره خبرې وکړم او همغږي راولم.

اروپایي ټولنه باور لري، چې د دې ټولنې تګلارې خوشبیني پیدا کړې او له پاکستان سره د افغانستان د شخړې په اړه خبرې د ټولنې بله موخه ده.

ښاغلی رولاند کوبیا زیاتوي، اروپایي ټولنه په افغانستان کې له هیچا سره د سیالیو لپاره حضور نه لري؛ له نړیوالې ټولنې هم غواړم، چې د حالاتو د ښه والي لپاره کار ته زمینه برابره او له سیالیو ډډه وکړي.

اروپایي ټولنه ټینګار کوي، چې، له ترهګرۍ سره مبارزه په لومړیتوب کې ده او له کابل سره به د سولې او پراختیایي چارو په برخو کې ګټور کار وکړي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version