بی بی سی پښتو

ارګ: له عبد الله سره د کابینې ۵۰٪ وېش نه منو

Published

on

AFP
ویل کېږي تر هوکړې لاسلیکېدا مخکې ولسمشر غني او عبد الله یوځل بیا مخامخ خبرې کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله ته نژدې سرچینې وايي، روانه اونۍ د دواړو ترمنځ د یوې سیاسي هوکړې لاسلیکېدو ډېر امکان شته.

عبد الله عبد الله ته نژدې سرچینې وايي، دا مهال دواړو خواوو د کابینې او خپلواک ادارو پر پنځوس- پنځوس سلنې وېش هوکړې ته رسېدلي او یوازې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو او لویې څارنوالۍ پر وېشلو اختلاف لري.

که څه هم د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د عبد الله او ولسمشر غني ترمنځ خبرو کې د پرمختګ خبره کوي، خو د کابینې پنځوس- پنځوس سلنه وېش ردوي.

ویل کېږي تر هوکړې لاسلیکېدا مخکې ولسمشر غني او عبد الله یوځل بیا مخامخ خبرې کوي.

عبد الله ته نژدې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د خبرو په پایله کې هوکړه شوې چې د کورنیو چارو وزارت به پر عبد الله او دفاع وزارت پر ولسمشر غني پورې تړاو لري.

یاده سرچینه وايي، دا هوکړه هم شوې چې په هر ولایت کې یوه ټاکنیز ټیم ډېرې رایې ګټلې وې، والي به هم د هغه له خوا ورته معرفي کېږي.

وايي، عبدالله به له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د جوړجاړي د عالي شورا مشري هم کوي.

یاده سرچینه وايي، عبد الرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکول به د هوکړې بله برخه وي.

ښاغلي دوستم ته نژدې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دوی ټینګار دا دی چې د سیاسي هوکړې تر لاسلیکېدا سره هم مهاله به د ښاغلي دوستم د مارشالۍ حکم هم لاسلیک او اعلان شي.

ښاغلي عبد الله کابو یوه اونۍ مخکې د سیاسي لانجې د هواري لپاره پخوانی ولسمشر حامد کرزی او پخوانی جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف په دې خبرو کې د منځګړو په توګه ښکېل کړي وو.

Getty Images
ښاغلي دوستم ته نژدې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دوی ټینګار دا دی چې د سیاسي هوکړې تر لاسلیکېدا سره هم مهاله به د ښاغلي دوستم د مارشالۍ حکم هم لاسلیک او اعلان شي.

د ولسمشرۍ ټاکنې په تېره میزان (تله) میاشت کې وشوې، چې د پایلو اعلانېدا یې ډېرې لانجې وزیږولې.

عبد الله عبد الله اعلان شوې پایلې له درغلیو ډکې وبللې او له منلو یې انکار وکړ.

عبد الله او محمد اشرف غني یوازې د یوه دېوال په واټن سره، په یوه ورځ د لوړې جلا جلا مراسم جوړ کړي وو.

Trending

Exit mobile version