سیمه ییز خبرونه
ازبکستان، د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د ځانګړيو استازيو د غونډې کوربه دی
د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د ځانګړيو استازیو لومړۍ غونډه د سې شنبې پر ورځ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوه، چې ګډونوالو یې د هېواد پر روانو حالاتو خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ په دې غونډه کې د ازبکستان، ایران، چین، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون لري او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او له دغه هېواد سره د بشري مرستو په اړه خبرې کوي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: د ۲۰۲۳ ز. کال د مارچ پر اوومه تاشکند د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د ځانګړیو استازیو د لومړۍ غونډې کوربتوب کوي، چې د ازبکستان، چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان استازي به د افغانستان پر روان وضعیت او د حل په برخه کې د ښکېلو خواوو پرهمکارۍ خبرې وکړي.
په دې غونډه کې افغانستان ته بلنه ورکړ شوې نده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: د هغو غونډو ملاتړ کوي، چې د افغانستان خلکو ته ګټه رسوي.
سیاستوال په دې باور دي، چې اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت نشتوالی په دې ډول غونډو کې د افغانستان د ګډون مخه نیسي.
له دې مخکې هم د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو د وزیرانو پر کچه او همدارنګه په مسکو کې څو غونډې وشوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د افغان نجونو او ښځو د تعلیم له حق څخه د ملاتړ په برخه کې د دې هېواد د تعامل، ژمنتیا او ونډې ستاینه کړې.