تازه خبرونه
ازبکستان افغانستان ته د کرنیزو توکو مرسته راولېږله
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ (د غویی یوویشتمه) د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې له ازبکستان څخه د کرنیزو مرستو د یو بار مرستې له ترلاسه کولو خبر ورکړ.
د کرنیزو مرستو یوه بار، چې اصلاح شوي او ترویجي تخمونه په کې دي؛ ازبکستان په حیرتان بندر کې د اسلامي امارت د کرنې وزارت مسوولانو ته وسپارل.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ (د غویی یوویشتمه) د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې له ازبکستان څخه د کرنیزو مرستو د یو بار مرستې له ترلاسه کولو خبر ورکړ.
دا مرسته د بلخ ولایت د ځینو سیمهییزو چارواکو په ګډون په یو لړ رسمي مراسمو کې وسپارل شوې.
د وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې مرسته کې ۲۰ ټنه شولې، پېنځه ټنه د پنبې تخم او ۱.۳ ټنه د سبزیجاتو تخمونه شامل دي.
د وزارت د غلاتو مدیر مصباح الدین مستعین په دې مراسمو کې ویلي، چې تخمونه به د څېړنې او ودې لپاره د جوزجان، کندوز، تخار، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو د کرنې ریاستونو ته ووېشل شي.
هغه زیاته کړې؛ تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې، کرنیز وسایل او ماشینونه هم د ازبکستان لخوا راواستول شي.
نوموړي ویلي؛ دا مرستې د هغو ژمنو یوه برخه ده، چې د ازبکستان چارواکو د افغانستان د کرنې وزارت چارسمبالي د وروستي سفر په بهیر کې کړې وې.