روغتيا
ازبکستان او یونیسف افغانستان ته د درملو رسولو پر آسانتیاوو ټینګار وکړ
دغه غونډه په ازبکستان کې جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د ازبکستان د تولید شویو درملو د پېرلو لپاره نړیوالو پلاتفورمونو ته د لاسرسي برابرولو، د کیفیت د نړیوالو معیارونو د مراعتولو او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.
د ازبکستان د طبي تجهیزاتو او درمل جوړونې صنایعو د پراختیا ادارې مسوولانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق( یونیسف) استازو او د ازبکستان د درمل جوړونې شرکتونو استازو په یوه غونډه کې افغانستان ته د درملو د رسولو د بهیر پر آسانه کولو ټینګار کړی دی.
دغه غونډه په ازبکستان کې جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د ازبکستان د تولید شویو درملو د پېرلو لپاره نړیوالو پلاتفورمونو ته د لاسرسي برابرولو، د کیفیت د نړیوالو معیارونو د مراعتولو او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.
همدارنګه د درملو د پېرلو په بهیر کې روڼتیا، د داوطلبۍ پړاوونه، د دوهاړخیزو هوکړهلیکونو د لاسلیک میکانېزم او افغانستان ته د درملو د رسولو فرصتونه هم د غونډې د بحث موضوعات ول.
د راپورونو له مخې، د ازبکستان پلاوي او د یونیسف استازو په تاشکند کې د« بایوفارما سیټي» نوم درمل جوړونې د ځانګړي ښارګوټي له جوړېدونکې پروژې او د درمل جوړونې له تخنیکي پوهنتون څخه هم لیدنه کړې ده.