تازه خبرونه

ازبکستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو خبرو اترو غوښتونکی شو

د ازبکستان د امنیت شورا د مرستیال منشي او د ولسمشر د بهرني سیاست ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف دا ټینګار له Ishonch.uz سره په یوه وروستۍ مرکه کې کړی دی.

Published

on

ازبکستان له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې د رسميت پېژندلو لپاره یو عملي او اصولي چلند تعقیبوي او د بېړې پرځای ورسره له نړیوالو خبرو اترو ملاتړ کوي.

د ازبکستان د امنیت شورا د مرستیال منشي او د ولسمشر د بهرني سیاست ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف دا ټینګار له Ishonch.uz سره په یوه وروستۍ مرکه کې کړی دی.

کاملوف څرګنده کړې، چې د ازبکستان د اسلامي انارت په رسمیت پېژندلو کې بېړه نه‌کوي.

هغه ویلي؛”مسئله دا نده، چې مونږ یې پر رسمیت بېژنو یا نه. رسمیت پېژندنه به یې پخپل وخت وي؛ خو یوازې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې. په ځانګړي توګه له ملګرو ملتونو سره.”

هغه د افغانستان او ازبکستان د خلکو ترمنځ پر ژورو تاریخي او کلتوري اړیکو ټینګار وکړ او البیروني، نوایي او بابر ته ورته شخصیتونو له لارې د ګډ میراث یادونه وکړه.

هغه د ښه نیت د سمبول په توګه په ​​ازبکستان کې د امام البخاري د زیارت د بیارغونې لپاره له هرات څخه د مرمر د سپینې ډبرې له بسپنې یادونه وکړه او زیاتوي: “دا حرکت زمونږ معنوي نږدېوالی ښیي. کوم بل هېواد به دا کار وکړي؟”

کاملوف دا استدلال هم وکړ، چې افغانستان له څلور لسیزو راپدېخوا جګړه زغملې؛ ملاتړ ته اړتیا لري نه بهرني فشار ته. “بهرني ځواکونه راغلل، ویجاړی یې وکړ او یې ووی، چې افغانستان باید څنګه اداره شي. هغه څه، چې دا ملت اوس ورته اړتیا لري مرسته ده، نه قضاوت.”

هغه دې ته هم نغوته وکړه، چې ازبکستان له اوږدې مودې رابدېخوا د افغانستان پخوانی حکومت هڅولی و، چې له مخالفو ځواکونو سره تعامل وکړي. کله، چې دا هڅې له پامه وغورځول شوې؛ ازبکستان له اسلامي امارت سره د خبرو اترو د پیلولو د بدیلې پایلې لپاره چمتووالی ونیو. یوه داسې تګلاره، چې اوس د نورو هېوادونو لخوا ورته د لاسرسي په لټه کې پر رسمیت پېژندل کیږي.

کاملوف په نړیواله کچه د اسلامي امارت له استازو سره د هراړخیزو خبرو اترو غوښتونکی شو.

هغه وایي:”یو اړخیزې خبرې بې معنی دي. باید هغو غوږ ونیول شي؛ که ورسره موافق یو یا نه.”

ویل کیږي، چې افغانستان د لسیزو شخړو له کبله زیانمن شوی ملت دی؛ مسلکي ملاتړ او رښتینې ښکېلتیا او ملاتړ ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version