تازه خبرونه
ازبکستان د افغانستان له لوري د توغندویو د لګېدو راپورونه ردکړل
د ازبکستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د ټولنیزو رسنیو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې له افغانستان څخه پر دې هېواد توغندیز بریدونه شوي دي.
دغه وزارت زياته کړې: دا راپورونه په بشپړه توګه دروغ دي او له حقيقت سره سمون نلري.
د یاد وزارت د تویت له مخې؛ په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان له خاورې د ازبکستان پر خاوره د درېیم توغندیز برید په اړه معلومات خپاره شوي دي. دا معلومات غلط او په بشپړ ډول ناسم دي.
د ازبکستان او افغانستان دولتي پوله په بشپړه توګه د ازبکستان د پوځ تر څارنې لاندې ده او وضعيت سم دى.
د افغانستان اسلامي امارت په ډاګه کړې؛ تېره ورځ د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش یو پټنځی ویجاړ شوی دی. د داعش درې تنه غړي وژل شوي او پېنځه نور ونيول شول.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغې ډلې د ازبکستان او تاجکستان پر خاوره د راکټونو د توغولو مسوولیت پر غاړه درلود.