تازه خبرونه

ازبکستان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي کمیتې د جوړولو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲, ۱۳۹۹)

ازبک ولسمشر شوکت میرضیایف د چهارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې غوښتنه وکړه، چې په ملګرو ملتونو کې دې یوه دایمي کمیته جوړه شي، چې د سولې هڅې همغږې او په افغانستان کې دوامداره سیاسي حل آسانه کړي.

نوموړي په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره له خپلو هغو هڅو یادونه وکړه، چې د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې یې د یوې نړیوالې ناستې کوربتوب کړی و.

له هغه وخت راپدیخوا ازبکستان د افغانستان پر اوسپنیزې کرښې او ترانسپورتي زیربناو په ګډون د انرژۍ او ښوونې په برخه کې زیاته پانګونه کړې ده.

میر ضیایف په ملګرو ملتونو کې د وینا پرمهال ویلي، چې د هغه حکومت د طالبانو په ګډون د ټولو سیاسي ګوندونو او حرکتونو سره پراخه خبرې اترې کړې دي.

هغه دا هم ویلي؛ مونږ افغانستان له مرکزي آسیا بېل نه ګڼود ۲۰۱۸ کال په مارچ کې د تاشکند د لوړې کچې کنفرانس د افغانستان د مسلې د حل کولو لپاره د نړیوالو هڅو په پیاوړتیا کې نوی پړاو رامنځته کړ.

هغه د قطر په دوحه کې د افغانستان د سولې له خبرو، چې د روان کال په سپتمبر کې پیل شوي ملاتړ څرګند کړ .

نوموړي دا هیله هم څرګنده کړې، چې دا خبرې به د افغانستان په غم ځپلې خاورې کې د سولې او ثبات په راوستو کې مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version