تازه خبرونه
استادان دې د محصلینو استعدادونه پیاوړي کړي -ندا محمد ندیم
نداء محمد ندیم په دې ناسته کې له اړوند استادانو وغوښتل، چې د زدهکړیالانو (محصلینو) په «فکري روزنه کې هڅه وکړي»، «وحدت ته یې وهڅوي»، «صورت او سیرت یې له شریعت سره برابر کړي» او «د استعدادونو پیاوړتیا» ته یې پوره پاملرنه وکړي.
د لوړو زدهکړو وزیر نداء محمد ندیم تېره ورځ د کابل پوهنتون د رهبري شورا په تالار کې د دې پوهنتون د شرعیاتو او اسلامی ثقافت له استادانو سره په ناسته کې د لوړو زدهکړو پر کیفیت لوړولو ټینګار څرګند کړ.
نداء محمد ندیم په دې ناسته کې له اړوند استادانو وغوښتل، چې د زدهکړیالانو (محصلینو) په «فکري روزنه کې هڅه وکړي»، «وحدت ته یې وهڅوي»، «صورت او سیرت یې له شریعت سره برابر کړي» او «د استعدادونو پیاوړتیا» ته یې پوره پاملرنه وکړي.
د لوړو زده کړو وزیر استادانو ته سپارښتنه کړې، چې «د دې خاورې د ځوانانو سالمه روزنه تاسې ته امانت ده او باید په ښه روزنه کې یې له اخلاصه ډک کار وکړئ.»
ویل کیږي، چې د لوړو زدهکړو وزیر د استادانو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د ملاتړ تر څنګ یې هغو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.