نړۍ
اسرائيلو په غزه كې د يو كوماندان په گډون څلور تنه ووژل
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
پرغزه د اسرائيلو په هوايي بريد كې يو لوړ پوړى فلسطينى كوماندان له خپلو درې نورو ملگرو سره ووژل شو.
د فلسطين خبري منابعو پر وينا:
په دې بريد كې مرگ و ژوبله رامنځته شوې او هغه كوماندان هم ووژل شو، چې د اگست په اتلسمه يې په يو بريد كې ۸ اسرائيل وژلي وه .
ددغه كوماندان پرموټر توغندى لگيدلى دى . دغه كوماندان د چارواكو په وينا له مهمو كوماندانانو څخه و.
دغه تاوتريخوالى په داسې حال كې رامنځته شوى، چې اسرائيلو او حماس ډلې پر اور بند راضيشوي وه.
