نړۍ

اسرائیلو د لبنان ښاروالۍ پر ودانۍ په برید کې د ښاروال په ګډون ۱۶ کسان ووژل شول

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې، چې د نبطیې ښاروالي پر نښه شوې؛ له ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

Published

on

اسرائیلو د لبنان په جنوبي لوی ښار کې پر حکومتي ودانۍ د بېساري هوايي برید له کبله د ښاروال په ګډون ۱۶ کسان وژلي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې، چې د نبطیې ښاروالي پر نښه شوې؛ له ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

لبناني چارواکو دغه برید غندلی دی او وایي، چې اسرائیلو اوس د لبنان حکومت پر نښه کول پیل کړي دي.

د لبنان چارسمبالي لومړي وزیر نجیب میقاتي ویلي؛ اسرائیلو پر لوی لاس د ښاروالۍ د شورا غونډه پر نښه کړې، چې بې ځایه شویو ته د خدماتو او مرستو د حالت په اړه په کې بحث روان.

اسرائیل په لبنان کې د حزب الله د له منځه وړلو لپاره خپل ځمکني او هوايي عملیات پر اسرائیلو د ایران د پلوۍ ډلې حماس له برید یو کال وروسته پیل.

هغه مهال، چې اسرائیلو د اوکټوبر پر لومړۍ د ایران د راکټي برید د غچ اخیستو ژمنه وکړه؛ نو د سیمه‌ییزې جګړې وېره هم ورسره زیاته شوه.

امریکا د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د یمن د حوثي یاغیانو په تر څار لاندې سیمو کې یې د ځمکې لاندې د وسلو پېنځه زېرمې پر نښه کړې دي.

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثيان، چې ويل کیږي په غزه کې یې د اسرائیلو پر وړاندې له فلسطینیانو سره ګډه جګړه کوي؛ د نومبر له میاشتې راپدېخوا یې د سرې بحیرې له لارې پر تېرېدونکیو کښتیو شاوخوا ۱۰۰ بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version