نړۍ

اسرائیلو پر ایران د امریکا د شوني برید له کبله د لومړۍ کچې امنیتي چمتووالی نیولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې څو ځله ایران ته د برید ګواښ کړی او ایراني واکمنانو ته یې د معترضانو پر ضد د زور کارولو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

Published

on

رویټرز د درې باخبره اسرائیلي سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسرائیلو د امریکا له‌خوا په ایران کې د هر ډول احتمالي مداخلې لپاره بشپړ امنیتي چمتووالي څرګند کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې څو ځله ایران ته د برید ګواښ کړی او ایراني واکمنانو ته یې د معترضانو پر ضد د زور کارولو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

رویټرز د هغو سرچینو، چې د اسرائیلو په امنیتي سلا مشورو کې یې ګډون درلودلی؛ دا نده روښانه کړې، چې د اسرائیل بشپړ امنیتي چمتووالی څه معنا لري.

اسرائیل او ایران د جون په میاشت کې ۱۲ ورځنۍ جګړه کړې، چې د امریکا د هوايي بریدونو ملاتړ هم ورسره مل و.

د یوې اسرائیلي سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې پر ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر ایران د امریکا د شوني برید په اړه خبرې کړې دي.

سره له دې چې اسرائیل د ایران د اټومي پروګرام او بالسټیک توغندیو په تړاو اندېښنې لري؛ خو تر اوسه یې په ایران کې لاسوهنې ته لېوالتیا نده ښودلې.

نتنیاهو د جمعې پر ورځ له «اکونومیسټ» مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي؛ که ایران پر اسرائیل برید وکړي، نو له سختو او وېروونکو پایلو سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکي په وروستیو کلونو کې د حکومت پر ضد له تر ټولو لویو اعتراضونو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version