نړۍ
اسرائیلو پر حماس د بې رحمانه بریدونو ژمنه وکړه
اسرائیلي پوځیانو ویلي، چې دوی د حماس د نسکورولو لپاره بې رحمانه بریدونو ته چمتووالی نیسي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړ: د اسرائیلو هر ډول نظامي ستراتیژي، چې بشري زیانونه له پامه غورځوي؛ کېدی شي نسکوره پایله ولري.
رویترز راپور ورکړی، چې د فلسطین روغتیا وزارت ویلي؛ په غزه کې د حماس د اکتوبر پر اوومه د برید په ځواب کې، چې له ۱۴۰۰ ډېر اسرائیلیان وژل شوي وه؛ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰۰ کسانو ته ورسید.
اسرائیلو د دوشنبې پر ورځ په غزه کې سلګونه هدفونه پر نښه کړل او خپل سرتېري یې د فلسطینیانو له محاصرې وژغورل.
حماس د دوشنبې پر ورځ د اکتوبر د اوومې نېټې د حملې په ترڅ کې له ۲۰۰ څخه د ډېرو یرغمل شویو کسانو په منځ کې دوې اسرائیلي ښځې خوشې کړې. دوی درېیم او څلورم یرغمل شوي وه، چې خوشې کیږي.
د اسرائیلو لوی درستیز ډګرجنرال هرزي هالوي د یوې اعلامیې پر خپرولو وړاندیز وکړ، چې اسرائیل د غزې په ګڼ میشته سیمه کې د خپلو بریدونو د مخنیوي اراده نهلري او نغوته وشوه، چې ځمکني برید ته چمتو دي.
هالوي د دوشنبې پر ورځ ناوخته ویلي: مونږ غواړو، چې حماس په بشپړه توګه له منځه یوسوو. دا لاره د نه ستړي کېدونکیو بریدونو لار ده، چې حماس ته په هر ځای او هره لار کې زیان رسوي.
هغه زیاته کړې: مونږ په جنوب کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره ښه چمتووالی لرو.
په ښکاره د امریکا لومړیتوب له اسرائیلو دفاع ده او د نورو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د خبرو اترو وخت ترلاسه کړي.
د اوربند د احتمال په اړه د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل: مونږ باید دا یرغمل شوي خوشې کړو او بیا خبرې وکړو.
د امریکا یوه پخواني ولسمشر اوباما لهخوا د بهرنۍ پالیسۍ د کړکیچ په اړه په یوه نادره تبصره کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړ؛ د حماس پر وړاندې په غچ کې دومره ملکي تلفات رامنځته نهکړي، چې د فلسطیني نسلونه د پردي کېدو لامل شي.
نوموړي زیاته کړې؛ له دې وړاندې هم د غزې په بمباریو کې زرګونه فلسطینیان وژل شوي، چې ډېري یې ماشومان دي.
اوباما په یوه اعلامیه کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ویلي، چې په سلګونه زره خلک له خپلو کورونو څخه کډه شوي دي.
دا سمدستي څرګنده نه ده، چې آیا اوباما خپله وینا د بایدن سره همغږي کړې که نه؟ سپینې ماڼۍ سمدستي په دې اړه له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
هغه زیاته کړې: د اسرائیلو د حکومت دا پرېکړه، چې پر ملکي وګړیو یې خواړه، اوبه او برښنا بنده کړې؛ مخ پر زیاتېدونکي بشري ناورین به نور هم پراخه کړي.
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې پر ورځ پلان درلود چې د مینځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې برخه واخلي. که څه هم دا څرګنده نهوه، چې د شورا لخوا به څه اقدام وشي؛ ځکه په دې شورا کې د ویتو حق دا شورا پر پېنځه برخو وېشلې ده.
پر غزې د اسرائیلو بمبارد چین او روسیې ته اجازه ورکړې، چې د مخ پر ودې نړۍ د اتلانو په توګه خپل اعتبار د امریکا پر وړاندې وسوځوي، چې د اسرائیلو کلک ملاتړ کوي.
د دوشنبې په ورځ، د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د تېر۲۴ ساعتونو په بمبارد کې ۴۳۶ کسان وژل شوي، چې ډېري یې د ساحلي سیمې په جنوب کې دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې له ۳۲۰ ډېر هدفونه ویشتي، چې په هغو کې د حماس د جنګیالیو د استوګنې یو تونل، په لسګونه د قومندې او څارنې پوستې، د هاوان او د تانک ضد توغندیو د ویشتلو ځایونه دي.
رویترز څرګنده کړې، چې سمدستي دا راپورونه تائیدولی نهشي.
نړۍ
د جو بایډن سرطان نورو برخو ته خپور شوی او ډېر درد لري – بایډن زوی
هنټر بایډن له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، سرطان یې هډوکو او د بدن نورو برخو ته خپور شوی دی.
نړۍ
د امریکا سنا پر روسیې او ایران د پراخو بندیزونو طرحه تصویب کړه
د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.
د امریکا سنا د روسیې او ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو طرحه د رای پراکثریت تصویب کړې او اوس به د ارزونې لپاره د استازو جرګې ته ولېږل شي.
د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.
د دې طرحې اصلي موخه د اوکراین د جګړې له کبله پر روسیې اقتصادي فشار زیاتول دي.
په دې طرحه کې د امریکا ولسمشر ته پراخ واک ورکړ شوی؛ پر هغو هېوادونو دراندې تعرفې ولګوي، چې د روسیې د انرژۍ پېرودلو ته دوام ورکوي.
د طرحې له مخې، که د استازو جرګه یې تصویب او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې لاسلیک کړي؛ نوموړی کولی شي د هغو هېوادونو پر وارداتي توکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفه ولګوي، چې د روسیې د تېلو او ګازو لوی پېرودونکي دي.
هند، جاپان او یو شمېر اروپايي هېوادونه هغه حکومتونه دي، چې ښايي د دغو تعرفو له کبله اغېزمن شي.
په دې طرحه کې پر ایران د پراخو بندیزونو ترڅنګ، د دغه هېواد د انرژۍ او وسلو د برخو د تمویل لپاره هم محدودیتونه په پام کې نیول شوي دي.
د طرحې ملاتړي وايي؛ موخه یې د روسیې د انرژۍ عواید کمول او پر مسکو فشار زیاتول دي، چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د تعرفو په برخه کې ولسمشر ته د پراخو واکونو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې دا اقدام ښايي د امریکايي شرکتونو او پېرېدونکو لپاره د وارداتي توکو بیې لوړې کړي.
ټاکل شوې، چې دا طرحه د سنا له تصویب وروسته، د استازو جرګې د دوبي د رخصتۍ له راستنېدا وروسته د اګست پر یودېرشمه وڅېړل شي.
نړۍ
اسپانیا ته د کډوالو د ورتګ مرګ او ژوبله ۷۲ ته لوړه شوه؛ اروپايي ټولنه د ګډ اقدام غوښتونکې شوه
د اسپانیا چارواکو ویلي، له پنجشنبې راپدېخوا له ۵۰ زره څخه ډېر کسان د ځمکې او سمندر له لارې سیوټا ته اوښتي؛ خو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له ۴۸ زره ډېر مراکش ته بېرته ستانه کړ شوي او د اوونۍ په پای کې هم د ستنولو لړۍ روانه وه.
رویټرز راپور ورکړی، چې له مراکش څخه د اسپانیا سیوټا ښارګوټي ته د کډوالو د بېساري ورتګ له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه ۷۲ کسانو ته لوړ شوی دی. چارواکي وایي، د یکشنبې پر ورځ د شمالي افریقا پر ساحل د پېنځه نورو جسدونو له موندلو وروسته د مړو شمېر زیات شوی دی.
د اسپانیا چارواکو ویلي، له پنجشنبې راپدېخوا له ۵۰ زره څخه ډېر کسان د ځمکې او سمندر له لارې سیوټا ته اوښتي؛ خو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له ۴۸ زره ډېر مراکش ته بېرته ستانه کړ شوي او د اوونۍ په پای کې هم د ستنولو لړۍ روانه وه.
د سیوټا اسپانیاوي حکومت استازي میګیل انخېل پریز ویلي، د ۷۲ مړو ترڅنګ له زر څخه ډېرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، وضعیت تر ډېره ښه شوی؛ خو عادي حالت ته د بېرته ستنېدا لپاره اوس هم نورو هڅو ته اړتیا ده.
راپور زیاتوي، یو شمېر کډوال د سمندر په اوبو کې ډوب شوي او ځینې نور د بندر له څپرمات او سرحدي کټارو څخه د اوښتو پر مهال تر پښو لاندې شوي دي. ویل کېږي، چې اقتصادي ستونزو او په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ناسمو معلوماتو ډېر کسان دې سفر ته هڅولي وه.
د مراکش کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې ۱۱ تنه، چې ډېری یې د ډوبېدا له کبله مړه شوي او د سرحد بلې غاړې د راپورونو د ارزونې چارې روانې دي.
دغه وزارت د کډوالو د دې پراخ ورتګ پړه پر ناسمو ټولنیزو رسنیو، د انسان قاچاقبرو شبکو او د اسپانیا د یوې قضایي پرېکړې پر ناسم تعبیر اچولې ده.
دغه راز د سیوټا رییس خوان خیسوس ویواس د ال پاییس ورځپاڼې ته ویلي؛ د ښار سړخونې ته ۸۸ جسدونه لېږدول شوي، چې په کې د هغو کسانو مړي هم دي، چې په تېرو دوه اوونیو کې د شپې له لارې د اوښتو په نورو پېښو کې مړه شوي وه.
له پېښې وروسته اسپانیاوي چارواکو امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي او د سیوټا پر ساحل یې ۵۰۰ مټره اوږد لامبو وهونکی خنډ هم نصب کړی دی.
دغه راز د اروپايي ټولنې ۲۲ غړیو هېوادونو د یوې ګډې لیکلې غوښتنې له لارې د بهرنیو پولو د ساتنې لپاره د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.
ایټالیا هم له اسپانیا سره د شینګن د بېوېزې تګ راتګ ترتیبات د یوې میاشتې لپاره ځنډولي دي.
اسپانیا، چې د ډېرو اروپايي هېوادونو پر پرتله د کډوالو پر وړاندې نرم دریځ لري؛ وایي: د بېاسنادو کډوالو د استوګنې نوی پروګرام د سیوټا د وروستۍ څپې لامل نهدی او هغه کسان، چې په ناقانونه توګه سیوټا ته ننوځي؛ د اسپانیا اصلي خاورې یا د شینګن نورو هېوادونو ته د تګ اجازه نهلري.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
لوبی5 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار3 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
