تازه خبرونه
اسرائیلو پر قطر خپل بریدونه پر افغانستان او پاکستان د امریکا له اقداماتو سره پرتله کړل
نوموړي د چارشنبې پر ورځ په یوه ویډیوي څرګندونه کې ټینګار کړی؛ اسرائیل حق لري، چې د حماس پر وړاندې هغه څه وکړي، چې امریکا د «ترهګرو» پر وړاندې کړي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په قطر کې د حماس پر مشرانو خپل بریدونه؛ د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر افغانستان او پاکستان د امریکا له اقداماتو سره پرتله کړي دي.
نوموړي د چارشنبې پر ورځ په یوه ویډیوي څرګندونه کې ټینګار کړی؛ اسرائیل حق لري، چې د حماس پر وړاندې هغه څه وکړي، چې امریکا د «ترهګرو» پر وړاندې کړي دي.
نتنیاهو ویلي: “مونږ په سمه توګه هغه څه وکړل، چې امریکا په افغانستان کې د القاعدې د «ترهګرو» د څارلو او په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره وکړل.”
نوموړي زیاته کړې؛ هغو هېوادونو، چې امریکا یې د بن لادن د وژلو لپاره وهڅوله؛ باید د اسرائیلو پر غندنه؛ له ځانه شرم وکړي.
نتنیاهو قطر ته ګواښ کړی، چې که د حماس مشران ونهباسي یا عدالت ته ونهسپاري؛ اسرائیل به پخپله مټې رابډوهي.
دې څرګندونو د قطري حکومت سخت غبرګون راوپارولو او د ملي حاکمیت لپاره یې ګواښ وباله.
دې بدلونونو په سیمه او نړۍ کې پراخې اندېښنې راپورته کړې او د سیمهییز ثبات او امنیت ساتلو پر اړتیا ټینګار کیږي.