سیمه ییز خبرونه
اسرائیلو ۱۶ زره احتیاطي ځواکونه د غزې جنگ ته تیار کړي دي
اسرائیلي پوځ ويلي، چې دوی خپل ۱۶۰۰۰نوراحتياطي پوځيان پرغزې د بريد غزولو لپاره راغوښتي دي.
له دې سره په غزه کې د اسرائیلو د احتیاطي ځواک شمېر ۸۶ زره ته رسیږي.
د دغو عمایاتو موخه پر اسرائیلي خاورې د حماس د توغندیو د توغولو مخنیوی گڼل شوی دی.
دغه راز اسرائيلو او فلسطينيانو پريوه ٧٢ ساعته اوربند هوکړه کړې،چې نن سهار پیلیدونکې دی.
دغه هوکړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرجان کيري او د ملگرو ملتونو د سرمنشي بان کې مون له لوري اعلان شوې ده.
ښاغلي کيري وایي:
د روغې جوړې په اړه خبري، چي نن په قاهرې کي پيلېدونکې دي؛ دواړو غاړو لپاره يو ښه چانس دى. له دې وړاندې متحده ايالتونو په غزه کې د اسرائيلو پر پوځي عملياتو کلکې نيوکې کړي وي.
د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو او حماس د شخړې ۲۳ ورځي کیږي، چې تر دې دمه ۱۳۰۰ فلسطینیان او ۵۶ اسرائیلي سرتېري او درې اسرائیلي ملکیان وژل شوي دي.