سیمه ییز خبرونه
اسرائیل او سوریې په سویدا کې پر اوربند تړون وکړ
اسرائیل، چې پخوا یې د دروز لږکي د برخلیک په اړه د اندېښنې له کبله د سوریې حکومتي پوستې پر نښه کړې وې؛ اوس یې د ثبات د بېرته راګرځولو لپاره د ۴۸ ساعتونو لپاره سویدا ته د سوریې د څه نا څه ځواکونو له ننوتلو سره تړون کړی دی.
اسرائیل او سوریې د سویدا په سیمه کې له دروزیانو پر سر له یوې اوونۍ خونړۍ جګړې وروسته پر اوربند هوکړه وکړه. دا تړون د امریکا، ترکیې، اردن او د هغې د ځینو ګاونډیانو پر منځګړیتوب وشو.
اسرائیل، چې پخوا یې د دروز لږکي د برخلیک په اړه د اندېښنې له کبله د سوریې حکومتي پوستې پر نښه کړې وې؛ اوس یې د ثبات د بېرته راګرځولو لپاره د ۴۸ ساعتونو لپاره سویدا ته د سوریې د څه نا څه ځواکونو له ننوتلو سره تړون کړی دی.
د دروز ملیشو او د قبایلي جنګیالیو ترمنځ نښتې پیل شوې دي. له اوربند سره – سره داسې اندېښنې شته، چې تاوتریخوالی به دوام ومومي؛ ځکه، چې زرګونه جنګیالي سویدا ته د ننوتو په حال کې دي.
تر دې دمه په جګړه کې له ۳۰۰ څخه ډېر خلک وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په ګډون د لنډمهاله اعدامونو او تښتونو معتبر شواهد لري.
د سویدا اوسیدونکو د خوړو، اوبو، برښنا او مخابراتي خدماتو د سخت کمښت راپور ورکړی او ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو اغېزمنو سیمو ته د سمدستي لاسرسي غوښتنه کړې ده.