سیمه ییز خبرونه
اسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې کې غورځیدلي دي.
اسرائیل د دوشنبې پر ورځ( د کب یوولسمه) په تهران او په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو له هغې وروسته تازه هوایي بریدونه وکړل، چې حزبالله وویل: د ایران د ستر رهبر علي خامنهیي د وژنې په غچ کې یې پر اسرائیلو راکټونه او څارګرې وتوغول.
د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې کې غورځیدلي دي.
د بیروت پر جنوبي څنډو هم هوایي بریدونه شوي، چې په کې د حزبالله لوړ پوړي قومندانان میشت دي او لسګونه چاودنو ملکي وګړي تېښتې ته اړ کړي دي.
تاوتریخوالی روان ساتل شوی؛ ځکه، چې له تېرې شنبې راپدېخوا په منځني ختیځ کې وضعیت خورا کړکېچن دی؛ د ایراني اهدافو پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو وروسته د تېلو بیې هم لوړې شوې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان کړی؛ مشرتابه شورا، چې زه، د قضایي قوې رییس او د شورای نګهبان یې غړي دي پر لنډمهاله توګه د ستر رهبر دنده پر غاړه اخیستې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ویډیو کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې به پوځي عملیات تر هغه وخته پورې روان وي، چې “ټول اهداف ترلاسه شي” او له ایرانیانو یې وغوښتل، چې د خپل حکومت پر وړاندې راپورته شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا پوځ تر اوسه پورې له ۱۰۰۰ څخه زیات ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي دي او په دې عملیاتو کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
خلیل الحیه د حماس نوی مشر شو
د رویټرز د راپور له مخې، شنونکي دا ټاکنه د حماس له لوري د وسلې اېښودو لپاره د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې د سخت دریځ نښه بولي.
حماس غورځنګ اعلان کړی، چې په غزه کې یې پخوانی مشر او مخکښ مذاکره کوونکی خلیل الحیه د حماس نوی مشر ټاکل شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، شنونکي دا ټاکنه د حماس له لوري د وسلې اېښودو لپاره د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې د سخت دریځ نښه بولي.
خلیل الحیه د یحیی سنوار ځایناستی شوی، چې د ۲۰۲۴ز. کال په اوکټوبر کې له اسرائیلي ځواکونو سره د نښتې له کبله ووژل شو. د سنوار او تر هغه وړاندې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدا وروسته؛ الحیه د دې غورځنګ له مهمو رهبرانو څخه شمېرل کېده.
الحیه، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې مېشت دی؛ د حماس له مخکښو سیاسي څېرو او اصلي مذاکره کوونکو څخه ګڼل کېږي. ځینې سیاسي څارونکي نوموړی د حماس د مشرۍ بل مطرح نوماند خالد مشعل پر پرتله د سخت دریځو لیدلوریو څښتن بولي.
د حماس د نوي مشر ټاکنه داسې مهال کېږي، چې دا غورځنګ له ۱۹۸۷ز.کال راپدېخوا د خپل فعالیت له تر ټولو ستونزمن پړاو سره مخ دی. حماس د اسرائیل او حماس ترمنځ له دوه کلنې جګړې وروسته د وسلې اېښودو او د جګړو د پای ته رسولو لپاره له زیاتېدونکو نړیوالو فشارونو سره مخ دی.
د فلسطینۍ سیاسي شنونکي ریحام عوده د څرګندونو له مخې؛ د خلیل الحیه ټاکنه دا پیغام لري، چې حماس اوس هم وسلهوالې مبارزې ته ژمن دی، د وسلې اېښودو مخالفت کوي او غواړي خپلې پوځي وړتیاوې او له ایران او د «مقاومت محور» سره اړیکې وساتي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا بدلون ښایي د حماس د وسلې اېښودو په اړه د هر ډول احتمالي هوکړې ترلاسه کول ستونزمن کړي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لارښوونه د ختیځ پر وخت د ماښام ۶ بجو پیل شول.
د امریکا مرکزي قومندانۍ(سینټکام) ویلي: له هغې وروسته، چې په اردن کې د ایران پر برید دوه امریکایي پوځیان ووژل شول او یو بل ورک شو؛ امریکا پر ایران نوي هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لارښوونه د ختیځ پر وخت د ماښام ۶ بجو پیل شول.
د خبرپاڼې له مخې؛ د بریدونو موخه د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران د ګواښونو کمزوري کول او هغو ځواکونو ته سزا ورکول دي، چې پر امریکايي پوځیانو یې بریدونه کړي دي.
د ایران مهر خبري آژانس راپور ورکړی، چې امریکا د ایران په سویل کې د سیرک ښار ته نږدې برید کړی؛ خو تر اوسه د مرګ او ژوبلې یا بېخبناوو د زیان راپور ورکړ شوی نهدی.
د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی له هغې وروسته زیات شوی، چې د دواړو لوریو ترمنځ لنډمهالی اوربند تېره اوونۍ پای ته ورسېد.
شنونکي خبرداری ورکويؤ، چې دا وضعیت ښايي د پراخې جګړې لامل شي.
سینټکام ویلي، د جمعې ورځې په برید کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او یو بل اوس هم ورک دی. له دې سره د جګړې له پیل راپدېخوا د وژل شویو امریکایي پوځیانو شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلی او له ۴۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګسټ ویلي، د وژل شویو پوځیانو قرباني به د امریکا هوډ نور هم پیاوړی کړي.
بل لوري ته د ایران ستر مشر آیتالله مجتبی خامنهيي ویلي؛ امریکا به د شخړې د پراخولو بیه پرې کړي. هغه د ټرمپ تګلارې بېباوره بللې او خبرداری یې ورکړی، چې امریکا به له درندو لګښتونو او سپکاوي سره مخ شي.
راپورونه ښیي؛ ېایران د کویټ، بحرین، اردن او د خلیج د نورو هېوادونو پر ځینو پوځي او سټراټیژیکو هدفونو هم بریدونه کړي دي.
د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې په کویټ، بحرین او اردن کې یې امریکايي پوځي مرکزونه او تجهیزات پر نښه کړي؛ خو رویټرز دا ادعاوې تائیدولی نهشي.
په همدې حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میشتو امریکایانو ته د سفر خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې د منځني ختیځ د روان کړکېچ له کبله ښايي هوايي سفرونه او د هوايي حریم فعالیتونه له خنډونو سره مخ شي.
د ایران روغتیا وزارت ویلي، په تېرو درې اوونیو کې د امریکا پر بریدونو ۵۰ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
اروپایي ټولنې او د خلیج هېوادونو له ایران غوښتي، چې ژر تر ژره دې ټول بریدونه ودروي او د هرمز تنګي د کښتۍ چلونې آزادي له شرطه پرته وساتي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران د سویل په تازه بریدونو کې له ۳۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول
فاطمې مهاجراني زیاته کړ: د چارشنبې پر ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دغه مرګ او ژوبله د ایران پر سویلي سیمو د وروستیو بریدونو له کبله اوښتې ده؛ خو د بریدونو د کره ځای او نورو جزئیاتو په اړه یې څه ویل شوي نهدي.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني څرګنده کړې؛ د تهران او واشنګټن ترمنځ د پوځي ترینګلتیا له زیاتېدو سره هممهاله د دغه هېواد په سویلي سیمو کې د وروستیو بریدونو له کبله له ۳۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
فاطمې مهاجراني زیاته کړ: د چارشنبې پر ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دغه مرګ او ژوبله د ایران پر سویلي سیمو د وروستیو بریدونو له کبله اوښتې ده؛ خو د بریدونو د کره ځای او نورو جزئیاتو په اړه یې څه ویل شوي نهدي.
دغه راز ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې امریکايي ځواکونو د چارشنبې پر سهار د بوشهر ولایت درې سیمې ویشتې دي.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې، دغو بریدونو مرګ او ژوبله نهده اړولې.
بوشهر، چې د فارس خلیج پر غاړه پروت دی، د ایران یوازنۍ فعاله اټومي برښناکوټ او د انرژۍ یو شمېر مهمو تاسیساتو کوربه دی او سټراټیژیک اارزښت لري.
دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و؛ که تهران خبرې اترې بیا پیل نهکړي، نو د امریکا پوځي عملیات به دوام ومومي او ښايي د ایران بنسټیز جوړښتونه، د برښناکوټونو او پُلونو په ګډون تر بریدونو لاندې راشي.
په وروستیو اوونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا د پام وړ زیاته شوې او دواړو لوریو پر یو بل بریدونه کړي دي، چې د هرمز تنګي د امنیت او د انرژۍ پر نړیوال بازار د اغېزو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
هممهاله ایران ملګرو ملتونو ته په یوه لېږلي لیک کې امریکا د اسلامآباد د هوکړلیک پر ماتولو او د تلپاتې اوربند لپاره د هڅو پر کمزوري کولو تورنه کړې ده.
-
تازه خبرونه1 day agoد نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
-
سوداگري2 days agoد افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
-
لوبی1 day agoپه کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
-
International Sports2 days agoانګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
څار3 days agoڅار: په هيواد کې د نفتي توکو د بیو لوړوالی
-
سیمه ییز خبرونه15 hours agoخلیل الحیه د حماس نوی مشر شو
