تازه خبرونه

اسلام‌آباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان واک له لاسه ورکړی ــ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر

سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونه‌لټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مه‌کوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نه‌دي.»

Published

on

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پاکستان د مرکزي حکومت پر امنیتي تګلارو سختې نیوکې کړي او څرګندوي؛ اسلام‌آباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان خپل واک له لاسه ورکړی او د دغو سیمو خلک باید د ناکامو امنیتي تګلارو قرباني نهشي.

سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونه‌لټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مه‌کوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نه‌دي.»

هغه په دغو ایالتونو کې د ناامنۍ د زیاتېدا په اړه ویلي؛ اوسنی امنیتي کړکېچ ښيي، چې د اسلام‌آباد امنیتي تګلارې جدي بیاکتنې ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: هغه ادارې، چې د هېواد د امنیت او دفاع مسوولیت لري؛ د خپلو اصلي دندو پر ځای پر سیاسي سیالیو بوختې شوې دي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دا ادعا هم کړې، چې د پاکستان حکومت مخکې پر لوی لاس په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د بې‌ثباتۍ زمینه برابره کړې وه او اوس یې د دواړو ایالتونو واک له لاسه ورکړی دی.

اپریدي د کشمیر په اړه د اسلام‌‌آباد پر تګلارې هم نیوکه کړې او وایي، پاکستان کلونه کشمیر د خپلې خاورې برخه بلله؛ خو اوس د همدې سیمې پر خلکو ډزې کوي.

هغه زیاته کړې:« که وسله د ستونزو حل وای؛ نو په خیبرپښتونخوا کې به له ۲۲ کلونو وروسته سوله ټینګه شوې وای. همدارنګه، که زور د تېرو ۷۸ کلونو د ستونزو حل وای؛ نن به پاکستاني چارواکي د کړکېچ او د نظام د احتمالي ړنګېدا خبره نه کوله.»

دا په داسې حال کې ده، چې له وروستیو میاشتو راپدېخوا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه او ناامني ډېره شوې او د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راپارېدلي دي.

Trending

Exit mobile version