تازه خبرونه
اسلامي امارت او پاکستان د اوربند پر غځېدا هوکړه وکړه – رویټرز
د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي: “مونږ چمتو یوو، چې یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره نورې ناستې هم تر سره کړو.”
رویټرز د درې افغان او دوه پاکستانيو چارواکو په حواله، چې یو یې په استانبول کې میشت دی راپور ورکړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي عربستان کې یوه نوې ناسته ترسره شوې، چې په کې دواړو خواوو د اوربند پر ساتلو او تاوتریخوالي کمولو هوکړه کړي ده.
د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي: “مونږ چمتو یوو، چې یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره نورې ناستې هم تر سره کړو.”
د پاکستان اړوند چارواکو ویلي، چې اسلامآباد د پوځ، استخباراتي ادارو او بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون له یوه پلاوي سره په خبرو اترو کې حاضر و.
د یادونې ده، چې د قطر او ترکیې په غونډو کې د سولې د ترلاسه کولو او د سرحدي تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو هڅې بې پایلې وې.