تازه خبرونه

اسلامي امارت باید د اړیکو د عادي کولو لپاره په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي – توماس ویست

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۲, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر شپه ( د سنبلې ۲۱ ) څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت هڅې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د دوی د سیاستونو پر دلیل له خنډونو سره مخ دي.

توماس ویست د واشنګتن په ستیمسون اندتون( انستیتیوت ) کې د وینا پر مهال څرګنده کړې: زما پر اند د اړیکو د نورمال کیدو پر لوري ګامونه به ممکن نه‌وي. زه فکر کوم تر هغې، چې مونږ له خلکو سره د دوی (اسلامي امارت) په چلند کې د پام وړ بدلون ونه وینو؛ د نړیوالې ټولنې تر منځ به د پام وړ یووالی خوندي وي.

توماس ویست ويلي، چې امريکا د پر رسمیت نه پېژندلو لپاره د نړيوالې اجماع مشري نه‌کوي، بلکې يو لړ شرطونه لري، چې د اسلامي امارت له‌خوا پوره شوي نه‌دي.

ویست زیاته کړې؛ لومړی، طالبان (اسلامي امارت) باید خپل امنیتي مسوولیتونه ترسره کړي.

هغه زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې القاعده په ۱۹۹۶ ز.کال کې له سودان څخه افغانستان ته د خپل لېږد له بهیره کمه شوې ده؛ خو د نورو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنې شته او هغه ډلې، چې اوس هم په هېواد کې فعالې دي.

نوموړي د اسلامي امارت له‌خوا د یو ټولګډونه سیاسي نظام پر رامنځته کولو، د ښځو د زده‌کړو او کار کولو د حقونو د تضمین پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه دا هم ویلي، چې په هېواد کې معنی لرونکي اصلاحات او بدلونونه باید پر بهرنۍ فشار نه، بلکې د افغانستان له دننه څخه رامنځته شي.

دغه راز توماس ویست د ښځو حقونو د مسلې په اړه له اسلامي امارت سره په خبرو کې د څو اسلامي هېوادونو لکه قطر او اندونیزیا او همدارنګه د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) فعاله ونډه یاده کړه.

تېره میاشت د اسلامي همکاریو ټولنې د یو شمېر مسلمانو هېوادونو د عالمانو یوه پلاوي افغانستان ته سفر وکړ، چې د اسلامي امارت چارواکي د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز لرې کولو ته وهڅوي.

Trending

Exit mobile version