تازه خبرونه

اسلامي امارت به له بشري حقونو څخه د سرغړونو له کبله پر رسمیت ونه‌پېژندل شي – لاوروف

Published

on

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف یو ځل بیا د اسلامي امارت پر نه‌پېژندلو ټینګار کړی او وایي، چې د ملګرو ملتونو نورو غړیو هېوادونو ته ورته یې هېواد هم اسلامي امارت د بشري سرغړونو په ځانګړي توګه د ښځو حقونو له کبله پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

سرګې لاوروف وایي: طالبان (اسلامي امارت) باید یو داسې حکومت جوړ کړي، چې نور توکمونه او مذهبي ډلې په کې حضور ولري. واک د طالبانو (اسلامي امارت) په لاس کې دی او دوی داسې حکومت جوړ کړی، چې په کې هزاره، تاجک او نورې قومي او مذهبي ډلې بې برخې پاتې دي.

د روسيې بهرنيو چارو وزير خبريالانو ته ویلي، چې د مقاومت جبهه د افغانستان واقعيت دی او د څرګندونو له مخې یې د افغانستان په شمال کې فعال دي.

نوموړي له اسلامي امارت وغوښتل، چې ژر تر ژره د مقاومت له جبهې سره د تعامل لار خپله کړي.

اسلامي امارت وایي، چې د افغانستان د خلکو حقونو ته ژمن دي او ګاونډ هېوادونو ته یې په ټول افغانستان کې د امنیت ډاډ هم ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version