تازه خبرونه

اسلامي امارت به هيڅکله پر اسلامي اصولو معاملې ته چمتو نه‌شي – مولوي عبدالکبير

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شنبې پر ورځ (د چنګاښ ۳۱) په کابل پوهنتون کې د دیني او علمي سیمینار پر مهال، چې د شرعیاتو او اسلامي ثقافت د پوهنځيو له استادانو، د امارتي پوهنتونونو او د دعوت او ارشاد د امامانو او خطیبانو جوړ شوې و؛ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به هیڅکله د اسلامي امارت له اصولو سرغړونه ونه‌کړي.

مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي: اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې د مثبت تعامل او ښو اړیکو غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې: هیڅکله به د اسلامي اصولو پر سر معاملې ته زړه ښه نه‌کړي او هیڅکله به د نورو د خوښۍ په خاطر له اسلامي اصولو تېر نه‌شي.

 په دې سيمينار کې مولوي عبدالکبير ويلي، چې په افغانستان کې اسلام د ډېرو سرښندنو او قربانیو په پايله کې راغلى او پر سرښندنو او قربانیو به يې ساتنه کېږي.

هغه زیاته کړې؛ د تېرو شل کلونو په جهاد کې د هېواد خلکو، د پوهنتون استادانو، محصلینو او عالمانو ونډه اخیستې او اسلامي امارت دوی د جهاد او اسلامي نظام په ټینګښت کې شریک ګڼي.

مولوي عبدالکبير دا هم ويلي: د اسلامي نظام ساتنه او پياوړتيا د هر چا ګډه دنده او مسوولیت دی.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال په ډاګه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ديني او عصري علومو د پراختيا او پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوي؛ ټول علوم ضروري ګڼي او په يوه سترګه ورته ګوري، خو په دې دوه لسيزو کې ديني علومو ته هيڅ پاملرنه نه‌ده شوې. همدا علت دی، چې د ديني علومو دا تشه باید ډکه او ډېره پاملرنه ورته وشي.

هغه د سیمینار ګډونوالو ته وویل: دا ثابته شوې؛ هغو، چې دیني او عصرې زده‌کړې درلودې د دین او هېواد لپاره خدمت کوي او کړی دی.

هغه زیاته کړې؛ مونږ هغه داکتران او انجنیران غواړو، چې پر تخصص سربېره د اسلام اساسي او اړین تعلیمات هم ولري.

نوموړي په دې ناسته کې استادانو ته وویل: تاسې باید خپلو محصلینو ته څرګنده کړئ، چې مونږ د اسلامي نظام د ټینګښت او پیاوړتیا ترڅنګ په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د افغانستان د ځلولو لپاره کار کوو.

مولوي عبدالکبیر دا هم ویلي؛ اسلامي امارت په رښتیني توګه اسلام پلي کوي او هیڅ ډول معامله نه‌کوي. له همدې کبله اسلامي ثقافت او زده‌کړه یوه مهمه اړتیا ګڼي.

Trending

Exit mobile version