Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي، چې اسلامي امارت ته مشوره او وړاندیز د مداخلې معنا نلري؛ د تهران غونډه د هغو کسانو لپاره یو ښه تریبون و، چې ګډون یې په کې ونکړ.

حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې په تهران کې د سیمه‌ییزې اړیکډلې ( تماس ډلې یا مسکو فارمټ ) له دوه‌یمې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې کړي، چې تېره ورځ په تهران کې د روسیې، چین، پاکستان او ایران د استازو ترمنځ د افغانستان لپاره ترسره شوې ده.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي قُمي زیاته کړې، چې په نړۍ کې هیڅ هېواد د افغانستان د خلکو د ملاتړ او له اسلامي امارت سره د اړیکو په برخه کې د ایران په شان عمل ندی کړی.

هغه په ​​ډاګه کړې، چې د افغانستان ګاونډ هېوادونه په دې لټه کې دي، چې د دې هېواد لپاره د هر اړخيزې جوړونې نقشه چمتو کړي.

قُمي د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ او دوه‌يمې غونډې ته په نغوته ( اشاره ) کې ويلي؛ په دې غونډو کې داسې څه وړاندې نشول، چې د افغانستان له مسئلې سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، چې یو له هغو مسلو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د ځانګړي استازي ټاکنه ده. په داسې حال کې، چې یوناما په افغانستان کې شتون لري.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي دا هم ویلي: تهران به له ټولو هغو کړنو سره مرسته وکړي، چې د یوه مسوول حکومت په توګه د اسلامي امارت لپاره لار اواره کړي؛ خو که کوم څه تحمیل او وتپل شي او یا کومه پایله ورنکړي، دفاع یې نه‌کوي.

هغه وایي؛ هڅې روانې دي، چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا بدلون ومومي او پالیسي دا ده، چې په دې غونډه کې اسلامي امارت هم ګډون وکړي.

اسلامي امارت تأیید کړې، چې د تهران غونډې ته بلنه ورکړ شوې وه؛ خو هغه یې ونه‌منله.

د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي ويلي؛ افغان حکومت تمه لري، چې د افغانستان په اړه غونډې باید د نویو میکانیزمونو پر ځای د عادي او شته میکانیزمونو له لارې ترسره شي.

ذاکر جلالي زیاته کړې؛ افغان حکومت د دوحې د درېیمې ناستې په اړه له اړوند چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د جون پر دېرشمه جوړېږي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!