تازه خبرونه
اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي، چې اسلامي امارت ته مشوره او وړاندیز د مداخلې معنا نلري؛ د تهران غونډه د هغو کسانو لپاره یو ښه تریبون و، چې ګډون یې په کې ونکړ.
حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې په تهران کې د سیمهییزې اړیکډلې ( تماس ډلې یا مسکو فارمټ ) له دوهیمې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې کړي، چې تېره ورځ په تهران کې د روسیې، چین، پاکستان او ایران د استازو ترمنځ د افغانستان لپاره ترسره شوې ده.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي قُمي زیاته کړې، چې په نړۍ کې هیڅ هېواد د افغانستان د خلکو د ملاتړ او له اسلامي امارت سره د اړیکو په برخه کې د ایران په شان عمل ندی کړی.
هغه په ډاګه کړې، چې د افغانستان ګاونډ هېوادونه په دې لټه کې دي، چې د دې هېواد لپاره د هر اړخيزې جوړونې نقشه چمتو کړي.
قُمي د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ او دوهيمې غونډې ته په نغوته ( اشاره ) کې ويلي؛ په دې غونډو کې داسې څه وړاندې نشول، چې د افغانستان له مسئلې سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، چې یو له هغو مسلو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لهخوا د ځانګړي استازي ټاکنه ده. په داسې حال کې، چې یوناما په افغانستان کې شتون لري.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي دا هم ویلي: تهران به له ټولو هغو کړنو سره مرسته وکړي، چې د یوه مسوول حکومت په توګه د اسلامي امارت لپاره لار اواره کړي؛ خو که کوم څه تحمیل او وتپل شي او یا کومه پایله ورنکړي، دفاع یې نهکوي.
هغه وایي؛ هڅې روانې دي، چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا بدلون ومومي او پالیسي دا ده، چې په دې غونډه کې اسلامي امارت هم ګډون وکړي.
اسلامي امارت تأیید کړې، چې د تهران غونډې ته بلنه ورکړ شوې وه؛ خو هغه یې ونهمنله.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي ويلي؛ افغان حکومت تمه لري، چې د افغانستان په اړه غونډې باید د نویو میکانیزمونو پر ځای د عادي او شته میکانیزمونو له لارې ترسره شي.
ذاکر جلالي زیاته کړې؛ افغان حکومت د دوحې د درېیمې ناستې په اړه له اړوند چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د جون پر دېرشمه جوړېږي.
