تازه خبرونه
اسلامي امارت دبۍ ته د پوهنتوني زدهکړو لپاره د ۱۰۰ نجونو د الوتنې مخه ونیوله
په دوبۍ کې د یوه ځانګړي شرکت مشر د چار شنبې پر ورځ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو شاوخوا سل میرمنې عربي متحده اماراتو ته له تګ څخه منع کړي، چې هلته ورته د پوهنتون زدهکړو زمینه برابره شوې وه.
د عربي متحده اماراتو یو سوداګر او د الحبتور ګروپ بنسټ ایښودونکی خلف احمد الحبتور په خپل ایکس کې څرګنده کړې، چې د دوبۍ پوهنتون پر همکارۍ یې د یو شمېر افغان نجونو لپاره سکالرشیپونه برابر کړي وه؛ خو د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په کابل هوایې ډګر کې طالبانو (اسلامي امارت) مداخله وکړه او دوبۍ ته یې د دغو نجونو د تګ مخه ونیوله.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو (اسلامي امارت) له دې کړنې سخت خواشینی شوی دی.
هغه زیاته کړې؛ ده پلان درلود، چې ښځینه زدهکوونکي پوهنتون ته ولاړې شي او د الوتکې لپاره یې پیسې هم ورکړې وې.
د اسلامي امارت چارواکو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند سمدستي د نظر لپاره د رویترز غوښتنو ته ځواب ورکړی نهدی.
الحبتور د یوې افغان محصلې آدیو هم شامله کړې وه، چې ویلي یې ول؛ له هغې سره یو نرینه و، خو د کابل د هوايي ډګر چارواکو د هغې او نورو کسانو په الوتکه کې د کېناستو مخه ونیوله.
د اسلامي امارت په افغانستان کې پوهنتونونه او لیسې د ښځینه زدهکوونکیو پر مخ تړلې دي.
دوی افغانانو ته اجازه ورکړې، چې له هېواده ووځي؛ خو معمولاً هغه افغان میرمنې، چې غواړي په اوږده واټن بهر ته سفر وکړي باید نرینه سرپرست لکه میړه، پلار یا ورور ورسره وي.
په ورته وخت کې، د بښنې نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت هغه پرېکړه غندلې، چې دوبۍ ته یې د زدهکړو لپاره د ښځینه محصلینو د سفر مخه نیولې ده.
دې بنسټ په X ټولنیزه رسنۍ کې څرګنده کړې: دا بې بنسټه پرېکړه د زده کړې، حرکت او ازادۍ له حق څخه ښکاره سرغړونه ده او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي تعقیب دوام څرګندوي. د طالبانو چارواکي( اسلامي امارت) باید سمدلاسه خپله پرېکړه بېرته واخلي او دې ښځینه زدهکوونکیو ته اجازه ورکړي، چې سفر او زدهکړې وکړي.