تازه خبرونه
اسلامي امارت دټولو نجونو لپاره د ښوونځيو پرانستلو زیری څرګند کړ
د پوهنې وزارت څرګنده کړې؛ له نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره سم به په ټول افغانستان کې د نجونو او هلکانو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان رویټرز ته ویلي؛ راتلونکې اوونۍ به د ټولو هلکانو او نجونو پر مخ ښوونځي خلاص وي.
عزیز احمد ریان زیاته کړې، چې د نجونو لپاره د زدکړو ځانګړي شرایط ډاډمن شوي؛ ښځینه زدکوونکي له هلکانو څخه بېل او یوازې نجونو ته به یوازې د ښځینه ښوونکیو لخوا تدریس کیږي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان زیاته کړې: په ځینو سیمو کې، چې د ښځینه ښوونکیو کمښت شته؛ زاړو او ډېر عمره نرینه ښوونکیو ته به نجونو ته د تدریس اجازه ورکړ شي.
د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو د لیسو دروازې د شرایطو دتر برابرولو وتړلې.
د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې هم ویلي وه، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره به د نجونو ټول ښوونځي د ښځینه زدکوونکیو پر مخ پرانیستل شي.
ښاغلي ریان وایي: سږکال به هیڅ ښوونځي تړلی پاتې نشي. که یو ښوونځی تړل شوی وي؛ د پوهنې وزارت یې د بیا پرانیستلو مسوولیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ټولو پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو د زدکړو زمینه برابره کړې ده.