تازه خبرونه
اسلامي امارت دې تر یوې میاشتې زمونږ د اوبو حق راکړي – ایران
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هېواد د سفارت چارسمبالي له اسلامي امارت غوښتي، چې د یوې میاشتې په دننه کې دې د اوبو حق ورکړي.
په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي کاظمي قُمي په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي: که اوبه وي او اسلامي امارت یې نهورکوي؛ دا د ایران لپاره بشپړ حجت دی، چې دا مسله د ملت د حق یوه برخه ده او دا، چې څنګه باید پرې عمل وکړي.
د ایسنا د راپور له مخې؛ قُمي ویلي؛ اسلامي امارت باید د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د تړون په چوکاټ کې اوبه ورکړي، خو که اوبه ولري او دوی یې نهورکوي بیا باید د نهورکولو حساب ورسره وشي.
هغه څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت چارواکي پوهېږي، چې که په دې هېواد کې د یوه باثباته او قوي حکومت غوښتونکي وي، چې د خلکو ټول استازي په کې برخه ولري او د ودانولو، ثبات، خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او سوکالۍ پر لور روان شي؛ باید له ګاونډ هېوادونو سره رغنده تعامل ولري.
په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون ایراني چارواکو د اوبو د حق په اړه ناندریزې څرګندونې کړې دي.
اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې د هلمند د اوبو تړون ته ژمن دی؛ خو په کمال خان بند کې اوبه لږ دي او که د کجکي بند اوبه هم خوشي کړ شي؛ ایران ته نهرسيږي… ایران باید ځان پر واقیعتونو پوه کړي.